یاغي امام
د مسجد لار مې ترکه کړې
یم روان د مېخانې په لوري
فتوا ونه کړې امامانو دممبر
چې په الحاد روان یم
زمونږ امام چې پرون وکړله فتوا د جهاد
نن مې لیده په مېخانه کې د رندانو سره
ولې به نه ځم مېکدې ته د مسجد یارانو
چې مې امام تېر له فتوا شو خپل یارانو سره
یادوم هغه امامان ملګرو
یادوم هغه جاسوسان ملګرو
چې ئي د روغې جوړې هیڅ خبره نه منله
اوس دي ټول شوي میخانه کې رقیبانو سره
ساقي پام وکړه دا یاغي امام ته
داد کعبې نه شړل شوي لعنتي شېطان ته
خوب کې لیدلې میخانه ده دجنت په تعبیر
ځکه راغلې سپینو حورو او غلمانو پسې
پام کړه ساقي دغه خوني امام ته
که چړ ورنکړې بېکاره انسان ته
یوه شېبه کې قتل عام جوړوي
له مېخانې دې د افشارو ګورستان جوړوي
غزل »