کور / راپور / دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر {۱۷ مه} اوونیزه غونډه

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر {۱۷ مه} اوونیزه غونډه

د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير اونيزه غونډه د روان لمريز کال د وږي د مياشتې په ديرشمه نيټه د استقلال لېسې تالار کې د غرمې په دولسو بجو د يو شمير خويندو په ګډون پيل شوه.

غونډه د طوبا ندا ساپۍ له خوا چلول کيده په سر کې طوبا ندا د تيرې اونۍ ريپوټ ولوست او بيا د بهير د ويب پاڼې په اړه خبرې وشوې طوبا ندا وويل که څه هم زمونږ د ويب پاڼې د جوړښت ډيره موده کيږي خو بيا هم دا پاڼه تشه ده او د پام وړ توکي نلري او ځینې تخنیکي ستونزې لري ،هغې د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه بايد د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير ويب پاڼې ته د بهير د هغو غړو ایميل ادرسونه وروليږل شي چې انټرنيټ ته لاس رسی لري څو وکړای شو د کومې ستونزې د رامنځته کيدو په صورت کې هغوی له مونږ او مونږ له هغوی سره اړيکې ونيسو هغې د خبرو مزی پسې وغځاوه او زياته يې کړه د ويب پاڼې د انځورونو برخه چې هم ماته راکړل شوې ده يوازي دوه انځوره لري او کوم البمونه چې زه يې لرم ايمیل د هغه وړتيا نلري چې پر يوه ځای وليږل شي لينا شريفي د اغلې ندا د خبرو په ځواب کې وويل چې بايد مونږ ته د ويب پاڼې پاسورډ راکړل شي ، خو نورو خويندو وويل چې تر اوسه د پاڼې کار لا ندی بشپړ شوی او کار پرې روان دی نو ځکه يې مونږ پاسورد نشو تر لاسه کولای .

همدارنګه د شعرو نو په اړه وويل شول چې مونږ کولای شو په خپلې ويب پاڼې کې د ښځو په شعرونو پر سيره د نارينه و شعرونه چې په نور سايټونو کې نه وي خپاره شوي اپلوټ کړو .

د غونډې په لړ کې طوبا ساپۍ وويل زه تاسو ته يو زيری لرم او هغه دا چې په لندن کې د بي بي سي راډيو خبريالې سنا ساپۍ ويلې که چيرې ميرمن کلتوري ټولنيز بهير خوښه وي نو هغه به د همدې بهير په اړه په لندن کې له نورو خويندو سره اړيکه ونيسې څو هغوې له دې بهير سره مرسته وکړي .

په غونډۀ کې وويل شول چې په مزار شريف کې د ادبیاتو درې ورځينی فستیوال په راتلونکې میاشت کې جوړیږي او ليوالي خويندې کولای شي چې پکې ګډون وکړي .

همدارنګه د هايکو په اړه خبرې وشوې لينا شريفي وويل چې هايکو جاپاني شعر ته وايې چې زیاتره د موسم ستاینه کوي خو په پښتو کې نور مسایل هم پکې ویل کیږي او په تیره طنزیه برخه یې په زړه پورې ده او د غونډې خويندو هم د هايکو په اړه بيلا بيل نظرونه درلودل ، دغونډې دريمه برخه چې د مشاعرې برخه وه طوبا ندا د پسرلي صيب د يوه شعر په ويلو سره پيل کړه ورپسې فاطمې نوري يو غزل ولوست ، راضيې نعيمې  لنډۍ وويلې ، خاطرې اسحق زۍ يو غزل دکلمه کړ ، امين زي چې د غونډې ميلمه هم ؤ يوه څلوريځه ولوستله دڅو نرو خویندو له شعرونو وروسته طوبا ساپۍ د پسرلي صيب د يوه شعر په ويلو سره د مشاعرې برخې ته د پای ټکی کښيښود او غونډه د ماپښين پر دوو بجو پايته ورسيده.
وپتییل شوه چې دمیرمن بهیر اوونیزه غونډه به له کوچني اختر وروسته لومړۍ شنبه نه جوړیږي او نورې عادی اوونیزې غونډې به دتلې میاشتې له ۲۰ نیټې پیلیږي آو اوونیزې غونډې به هره شنبه د ماسپښین په دوو بجو په استقلال لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په تالار کې جوړیږي.