کور / تازه خبرونه / هلمند : د پوليسو او طالبانو تر منځ سخته نښته سوې

هلمند : د پوليسو او طالبانو تر منځ سخته نښته سوې

هلمندامنيه قومندان : شپږ وسلوال طالبان مړه اوديومهم قومندان په شمول شپږ ژوبل سوه .

تيره ورځ دهلمندولايت په ناوى ولسوالۍ كى دوسلوالوطالبانواوپوليسوترمينځ سخته جګړه موښتى چى دچارواكوپه وينا دجګړى په ترځ كى دولسو وسلوالو طالبانوته مرګ ژوبله اوښتى ده دغه خبره دهلمندولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وكړه  نوموړى وويل چى دجمعى په سهار وسلوالوطالبانوپرپوليسو بريد ترسره كړ.

نوموړى وويل چى دغى جګړي ترډيره وخته دوام وكړ چى دپوليسودسخت مقاومت وروسته دجګړي په ترځ كى شپږ وسلوال طالبان وژل سوى او شپږ ژوبل سوى شيرزاد زياته كړه چى په ژوبل سو كسانوكى دخالد په نوم دوسلوالوطالبانويوموهيم قوماندان هم شامل دي .

خونوموړى وويل چى په دغه جګړه كى پوليسوته كوم زيان نه دى اوښتى

خووسلوالوطالبانو دجګړى څخه ځان ناخبره ښودلى .

ديادونۍ وړده چى څوورځى وړاندى هم دناوى په ولسوالۍ كى دوسلوالوطالبانو اوپوليسوترمينځ جګړه موښتى وه چى دچارواكوپه قول دولس تنه وسلوال طالبان مړه او شپږ ژوبل سوى وه .