کور / تازه خبرونه / پاکستان : د اورګاډي بم درې کسه ووژل

پاکستان : د اورګاډي بم درې کسه ووژل

بی بی سی د پاکستان څخه خبر ورکوی چی د پنجاب د بهاولپور ښار ته نږدې په ټرېن کی د یو بم د چاودنی له امله درې کسه ووژل سول او پنځلس نور هم ټپیان سول . دا بم چی د ټرېن پر پټلۍ ( خط ) باندی ایښودل سوﺉ و ، د دې مسافر وړونکي ټرېن د تماس په نتیجه کی وچاودېد او ګاډۍ یې د خط څخه واړوله . دا لومړﺉ ځل دﺉ چی په پنجاب کی دا ډول حمله کیږی . د دې برید مسؤلیت چا نه دﺉ منلی .