کور / تازه خبرونه / پاکستان : ۱۰۰۰ جنګیالي مو وژلي دي

پاکستان : ۱۰۰۰ جنګیالي مو وژلي دي

د پاکستان نېشن ورځپاڼی نن ولیکل چی پوځی چارواکي وایی چی په باجوړ کی د تیرو دوو میاشتو پوځی عملیاتو په نتیجه کی څه باندی یو زر جنګیالي وژل سوي چی په هغوی کی پنځه بهرني القاعده وال هم شامل دي . خبر وایی چی د افغانستان لپاره د القاعده قوماندان « ابو سید المصری » هم پدې عملیاتو کی وژل سوﺉ دﺉ . خبر زیاتوی چی ۲۷ حکومتی پوځیان هم له منځه تللی دي . منبع وایی چی په جمعه د شدید جنګ په نتیجه کی ۲۵ نور شکمن جنګیالي او درې امنیتی پرسونل چی دوه یې نسبتأ لوی افسران ول ، هم وژل سوي دي . خبر زیاتوی چی دا عملیات اوس هم دوام لری .