کور / شعر / کوم اختر؟

کوم اختر؟



زموږ دکلی د تروږمی ماښام څخه څو شیبی دمخه یو تنکی لس کلن هلک ډیر خوشحا له ښکاریده، دهلک دخوشالی علت یو هم دا وه چه هغه دسبا ورځی د اختر د راتګ څخه خبر شوی وه،هلک ته دهغه مور او پلار د اختر لپاره نوی جامی ، څپلی او واسکټ رانیولی وه چه هغه په همدی مازدیګر قضا دسبا ورځی نوی جامی اود نژدی خپل خپلوانو د اختر مبارکی تحفی به خپل وجود کی تمثیلولی او همدا وجه وه چه هلک ته یی خوشحاله بڼه ورکړی وه په رښتیا سره کوم اختر چه ماشوم ته سبا راتلونکی وه، نه تنها هغه ته بلکه دکلی ټول اوسیدونکو ته دخوشحالی زیری ورکاوه ۰
هو، کوم اختر؟ دکور او کلی اختر ، او که دمهاجرو اختر، کوم چه له خپل کور، کلی او بانډو څخه لیری په پردی وطنوکی لمانځی دا یو څرګنده خبره ده چه اختر هر چاته په هر ځای کی چه وی پوره او یا نیمه خوله خندااو خوښی وربښی ۰

نو اختر کوم اختر؟

دا دځوانانو دخوښیو اختر
د پیغلو نجنو دټالیو اختر

دکور او کلی اختر
چه لوړ دودونه لری

د سپور او پلی اختر
ښه  رواجونه  لری

دا د خوښیو اټنونو اختر
دا دخوشحاله سرودونو اختر

دی د بیوزلو کونډو رڼډو اختر
د یتیمانو او بربنډو اختر

د غریبانو او خانانو اختر
د مسلمانو دیندارانو اختر

وی مبارک دی په تمامو خلکو
وی برکت دی په تمامو خلکو

ښه افغانی دود او رسمونه لری
خدایږوچه ښکلی رواجونه لری
— —————————-———–
سمیع الدین افغانی
 مهاجرت