کور / تازه خبرونه / په هند کې دوو چاودنو درنه مرګ ژوبله واړوله

په هند کې دوو چاودنو درنه مرګ ژوبله واړوله

دهندوستان خبري رسنۍ وايي چې دنوي ډيلي په شمال ختيځه برخه کې دراکړي ورکړي په يوه بازار کې دوې پر له پسې بمي چاودنې وشوې چې څلور کسان يې ووژل او ١٦ نور يې ټپيان کړل . تر اوسه لا په پيښو څوک نه دي تورن شوي خو تر دې وړاندي په ورته پيښو هندي چارواکو تل دپاکستان استخباراتي اداره اى ايس اى تورنه کړې ده . دنننيو چاودنو پړه لا هم تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .