کور / اسلامي / د قـران عظیــم الشـــان ختـــم او د قـــــدر شــــپه

د قـران عظیــم الشـــان ختـــم او د قـــــدر شــــپه

محمد امین بسـمل


ګرانو لوستونکو!
موږ د جرمني مونشن مېشتو افغانانو په خپل نوي کولتـوري او اســلامي  مرکز کې بېګاه شپه یو ځل بیا د خدای (ج) د سپېڅلي کتاب (قران عظیم الشان) ختم وکړ دا ختم چي، د ښاغلي اسمـــعیل خطاب په خواږه غږ سرته ورسېد موږ ټولو افغانانو ته ډېر په زړه پورې وو، خطاب صاحب په ډېره ساده او روښانه ډول موږ ته د قران پاک د څوایتونو ژباړه هم وکړه خوږې خوږې خبرې یې وکړې داسي په زړه پورې انځورونه یې موږته راکول چي، زموږ معنوي ګلــبڼ یې دم په دم تازه کاوه یوه خبره یې له بلې خبرې څخه پسې خوږېـــده د خدای(ج) په قدرت او د انسان په مســؤلیت یې پوره رڼا واچوله له هغه څخه وروسته مولوي صدیق الله فدایي په خپل وار د روژې د مباره کې میاشتې د فضلت او دقدر د شپې په اړوند ښایسته خبرې وکړې .
 بېګاه شپه بیاهم زموږ د اسلامي او کولتوري مرکز نارینه او ښځینه سالـونونه له خویندواو وروڼوڅخه ډک ووچي په ټولیز ډول واړه، زاړه او زلمیان په ډېره مینه راغلي وو د ماخستن لمونځ او تراویح چي وشوې بیانو ټولو یو او بل ته د قران پاک د ختم مباره کي ورکړه څه چي ماته ډېرپه زړه پوري ووهغه دا ووچي، هیڅ ډول قـومي، ژبنــیز، اوســمیز تعصب نه احساسېده ځکه خوزه په دې باندې مطمین شوم چي، انشالله زموږ ملي یوالی به ټینګېږي اوزموږ د ملي ګټو او ارزښتونو غلیمان به له ډګر څخه ناکام وزي .
زموږ کولتوري او اسلامي مرکز به تر خپله وسه پورې هڅه وکړي چي، د زغم او پراخې سینې روحیه په افغانـانو کې دود کړي دا چي، د اســـلام مقـدس دین زموږ د عقیدې تر څنګ زموږ یو لوړ اومنلی کولتور هم ګرزېدلی دی له همـدې وجې به موږ د تل په شان د نړۍ د ټولو مذهبونو اوکولتورونو درناوی وکړو موږ به په هیڅچا تېری ونه کړو او نه مو کړی دی له ټولو نړیوالو څخه دې ته ورته هیله هم لرو.
عزیزانــــــــــــــو!
دا چي، د سړواو ګرموجګړو د غوبل په ګردونوکې زموږ رښتیني تصویر ته خورا زیات زیان رسېدلی او زموږ تاریخي غلیمان نړۍ ته موږ په بل ډول ورښيي اوس نو په موږ ده چي، ترخپله وسه یو ځل بیا ټولې نړۍ ته خپل ځان او ایمان ور وښیوو، موږ د خپل همت، مظلومیت اوبېګناهي ترڅنګ خپل زغم او پراخه سینه هم نړیوالوته ښودلی شوله همدې کبله مو د تېرې جمعې په ماښام د مختلیفو مذهبونو پیروان رامېلمانه کړي وو چي، د امریکا قونسل یې هم په مینځ کې وو موږ روژه ماتی یو ځای او په یوه ډېره دوستانه فضأ کې وکړهغوی ته مو د خپل دین د فضلت څرګندونې اود افغـان ویاړلي قوم تاریخي اتلولۍ بیان کړې ورته ومو وېل چي، اسلام د نرمښت او صبر پربنسټ ولاړدی دا چي، د اســلام په نوم ځیني پلورل شوي کسان له شدت څخه کار اخلي دا دهغوی خپله ګناه ده نه د اسـلام موږ افغانانو خو په دا خپل ټول تاریخ کې حتی د اسلام له مقدس دین څخه لا د مخه په چا تېری نه دی کړی موږ د متمــــدنې نړۍ سـتوري یو زموږ په کړېدلي هیواد کې د تمدون لمړنۍ خښتې لګېدلي دي نن بیاهم موږهغه افغانان یو مینه لرواومینه غواړو، زموږ دا جدي هیــله ده چي، د زور او جفا چلند دې نورله موږ سره څوک نه کوي دا نړۍ د کوټې دبام مثال لري اوموږ وګړي پکې د ستنو(مټو) په ډول یو که یوه ستن رالویږي نوزیان یې داټول بام ته رسیږي خکه خو باید یواوبل وزغمواوپه دې باندې پوره ایمان ولرو چي، په ســوله او وروري کې موهستي ده .
لنډه داچي، زموږ لیدنه ډېره په زړه پورې وه موږ وکولای شول چي، دافغاني میلمه پالنې ترڅنګ د میلمونو قناعت هم حاصل کړو او ورته وښیو چي، افغانان اوپه خاصه توګه پښتانه په سوله مین خلګ دي په همدې منظور مولوي صدیق الله فدايي د امریکا قونسل ته (پښتانه د تاریخ په رڼا کې) کتاب د سوغات په ډول ورکړترڅو، دپښتنو د زرګونوکلونوله تاریخي ویاړنواو کړاونو څخه پوره خبر شي .
د یادولو وړ یې بولم چي، زموږ د نوي اسلامي اوکولتوري مرکز له برکته به په بایرن ایالت کې زموږ کولتوري ټولنــه
لا نوره وده هم وکړي اود ګران افغانستان اوخپل مظلوم ولس د خدمت لپاره به خپلې چارې نورې هم پسې ګړندۍ کړو.
زموږ کولتوري ټولنـه په ځانګړي ډول له حاجي احمد احمدزي او سعید احمد احمدزي څخه ډېره ډېره مننه کوي چي، د بیګاني روژه ماتي ټول لګښــت یې په ځان منلی ووهمدا راز له هغو ټولو با احساسه افغانانو څخه مننه کوو چي زموږ د نوي اسلامي او کولتوري مرکز په ورځنیو چارو کې مرستندوی دي .