کور / راپور / د کابل وځپاڼو ته لنډه کتنه ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۸

د کابل وځپاڼو ته لنډه کتنه ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۸

 ترتیب : حمید مهمند. نیټه: د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپټمبر د میاشتې ۲۷ نیټه.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ولس مشر کرزي د وینا دا برخه راخستې چې په افغانستان کې د عامه خلکو وژنه د لویدیځې ټولنې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې پیښور ته نږدې د طالبانو پر ضد قبایلي لښکر راپاڅیدلې. په ورځپاڼه کې د الجزیرې د ټلویزیون د یو رپورټ په استناد دا هم لیکل شویدي چې د افغانستان خلک ددوې هیواد ته د نورو سرتیرو له استولو سره مخالف دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو په مرګ ژوبلې تبصره کړې او لیکلي دي چې یوازې د اندیښنو څرګندول کافي ندي بلکي د مخنیوي اغیزمنې لارې باید ولټولې شي. ورځپاڼې د ولس مشر کرزي وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې د ترورزم ځپل سیمه ایزه او نړیواله هم غږي غواړي. په ورځپاڼه کې دا هم لیکل شویدي چې بوش په افغانستان کې پخپلې ستراتیژۍ د بیا کتنې امر کړې دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د لویدیځ د یو څیړونکي په نقل لیکلي دي چې د افغانستان روان جنګ به د برطانیې په زیان تمام شي. په ورځپاڼه کې د پولیسو د مرګ ژوبلې راپور هم خپور شوې او لیکل شویدي چې په روان کال کې تر دې دمه د پولیسو اووه سووه سرتیري او افسران وژل شویدي. ورخپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د خوراکي موادو د بیو جګیدو ته ځانګړې کړې او پدې ترڅ کې د حکومت په نا غیړۍ انتقاد کړې دې.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د پاکستان په خاوره کې د امریکا هوايې عملیاتو ته په اشارې لیکلي دي چې پاکستان دد کار په وړاندې امریکا ته خبردارې ورکړې دې. ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا مسله څیړلي چې ایا د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې د افغانستان پاکستان او امریکا ګډ ځواک به اغیزمن وي. ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د بلخ پوهنتون په وروستۍ ستونزې تبصره کړې چې د پوهنتون یا دانشګاه د کلمې د کارولو په سر راولاړه شوې وه.


 د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په پاکستان کې دننه د طالبانو او القاعده فعالیتونو ته په اشارې د پاکستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو غوښتنه کړې ده. ورخپاڼې د کندز ولایت د څارنوال دا څرګندونې هم راغستې چې ویلي د شیرخان بندر ځینې چارواکي د نشه يې توکو په قاچاق کې لاس لري. په ورځپاڼې کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په اړه د ځینو سیاسي ګوندونو اختلافاتو ته هم کتنه شوې ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي. انیس پخپله سرمقاله کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ولس مشر کرزي په وینا تبصره کړې چې پکې د افغانستان روانو ستونزو ته ګوته نیول شوې ده. خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې دا غوښتنه کړې چې د ترورزم پر ضد نړیوال ایتلاف باید د ترورستانو پناه ځایونه په نښه کړي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې یوې جامع څیړنې ته اړتیا ده. ورخپاڼې د افغان ماشومانو دا غوښتنه هم راغستې چې نور نو باید ماشومان و نه وژلې شي. او ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور مشروعیت ته ځانګړې کړې او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلې.