کور / تازه خبرونه / امریکایی جنرال : طالبان ژمني حملې نسی کولای

امریکایی جنرال : طالبان ژمني حملې نسی کولای

امریکایی جنرال جیفری شلوسر په خپله هغه تلیفونی مرکه کی چی د اسوشیټیډ پریس سره یې وکړه ، وایی چی طالبان په راتلونکي ژمي کی نه سی کولای چی عملیات وکړی . ده وویل چی امریکا به د طالبانو پر هغسی ځایونو سختی حملې وکړی چی پخوا یې نه وې پر کړی . ده زیاته کړه چی موږ به د خپل پوځ د عالی تحرک او بهترین ظرفیت له مخی طالبان داسی وځپو چی بیله نیول کېدو ، وژل کېدو ، تسلیمېدو او یا هم تښتېدو څخه به بله چاره ونلری . ده وویل چی طالبان په څپلیو کی د ژمي د واورو او ساړه طاقت نه لری . ده وویل چی د ۲۰۰۷ په جنوري کی زموږ بی پیلوټه طیارو هغه ۱۲۰ طالبان په یوه حمله سره ووژل چی تر پولي را اوښتی وو او په غرونو کی په څپلیو کی لاین را روان ول او هغه ویډیو اوس هم موجوده ده . ده زیاته کړه چی موږ د پیسو مصرف هم زیات کړی ، یعنی تیر کال مو ۲۵۰ ملیونه ډالره کابل ته ورکړی چی سړکونه ، مکتبونه او نوری پروژې ورباندی جوړي کړی، خو سږ کال مو ۴۸۰ ملیونه ډالره ورکړي او د آینده کال لپاره هم ۶۸۰ ملیونه ډالره ورکوو . ده وویل چی موږ د طالبانو پر ضد هر اړخیزه مبارزه مخته بیایو نو ځکه هغوی په راتلونکی ژمي کی هیڅ هم نه سی کولای .ده په خپلو دې خبرو سره د دفاع د وزیر جنرال رحیم وردک هغه څرګندونی رد کړې چی دوې ورځی مخکی یې ویلی وو چی طالبان به سږ کال ژمی سختی حملې وکړی .