کور / شعر / دوطن په یاد

دوطن په یاد

پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) 
را  په  یاد  می  شو شبو د ننګرهار
دسپین غر په سر تړلی سپین دستار


د پغمان  رڼی  اوبه   هره  دره کی
سره   لاله  به   غوړیدله  په  مزار


د شمال  باغونه  ډک   وه له  میوو
د  ځوانانو میله  ځای  وه  ننګرهار


د انار  اونی اغوستی  سور ټکری
خټکی وه  د  امام صاحب  مزه دار


د بادغیس او دهرات د پستو  جشن
را په یاد شو حواږه توت د  ګلبهار


د پروان او کا پیسا د غرو لمن کی
ارغوان دونو ټیټ او لوړ قطار


د  افغان  د  آزادی  په  افتخار لوړ
د  نجات  او  خپلواکی  ښکلی منار


د لغمان د  علیشنګ  هره دره کی
د چهار مغزو باغ  اوونی  د چنار


د بابا او هندوکش په لوړو  څوکو
د افغان د عظمت تاج وه  ځلا دار


د کڼړ  او د   هلمند  د  سیند  څپی
غلیمان  یی  ډوبوله  وار  په   وار


د  آمو  د  سیند  آرامه  بهید ل
خپله خیټه کی  ګوهر یی په خروار


په  پرتم  سره  ولاړ د بامیان   بت
بودایان چی به راتلل ورته   بیشمار


د پکتییا دغرو په سر کی ګڼ ځنګل
د  ځمرو  نه  ګیدړان  وه تل په غار


مروت او ورورولی وه یو  تر بله
د افغان  وه نوم اوچت  تر   ذولفقار


لر او بر افغان یو بل سره    نژدی  وه
پری  خپه وه د  پنجاب او  سند   اغیار


مجاهدو خپل مینځی جګړه را پیل کړل
د    سیندیانو    متاع    ومونده    بازار


دوطن    هستی   شوه    ټوله   خاوری
د  غلیم  دلاسه  ټول   شو   تار ا و مار


خدایه  راولی  وحدت  ځمونږ په خلکو
چی  وطن  مو  شی  له  سره    برقرار


زړه می تنګ دی له غلیم نه به غچ اخلم
د  مل تل  وی  دا  وینا  ا  و    دا  ګفتار


                  ****

۱۰-۶-۹۵     جرمنی