کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پروېز مشرف : چې زه يم نو ښه يم

پروېز مشرف : چې زه يم نو ښه يم

ديکتاتور بيا هم ديکتاتور وي، که جامې او بوټان يې هر ډول اغوستي وي خو کارونه به يې هماغه وي چې د ديکتاتورانو خاصه ده او دا خبره د پاکستان (اوس متقاعد) جنرال پروېز مشرف يو ځل بيا په دې خبره ثبوت ته ورسوله چې کله يې د ولسمشرۍ لوړه وکړه نو په خپله لومړنۍ وېنا کې يې لومړى د بيړني حالت د نفاذ دفاع وکړه چې “په ملک کې وضعه ډېره خرابه شوې وه، ترهګر د ليرې پرتو سيمو څخه ښارونو ته رارسېدلي وه، زما د انتخاب مخه نيول کېده، ټول خلک د بې يقينۍ ښکار وه” او بيا يې اعلان وکړ چې د دسمبر د مياشتې په شپاړسمه نېټه به بيړنى حالت ليرې کړي، ځکه چې “دموکراسي بېرته پټلۍ ته ختلې ده، سوات له ترهګرو پاک کړاى شوى دى، بې يقيني ختمه شوې ده او ما لوړه وکړه.”



د سوات ډرامه ريښتيا هم لکه په دې سيمه کې د روانو نورو ډرامو څخه بېله نه وه. هر کله چې د پاکستان حکومت او پوځي مشران په څه نه څه حواله په ستونځو کې ګېر او د قانوني خنډونو ګرداب ته پرېوځي نو ناڅاپه په وزيرستان، سوات، باجوړ او يا هم ان په اسلام اباد (راتلونکى لمبر کېداى شي د پېښور يا کراچۍ وي) کې يو څو ملايانو ته د اسلام او شريعت د نافذولو فکر پېدا شي. دغه ملايان لومړى په خلاص مټ وسلې او پېسې پېدا کړي، بيا ځوانان وروزي، څو چاودنې او ځانمرګي بريدونه وکړي، يو شمېر خلک حلال کړي او پس له هغې امنيتي ځواکونه د مقابلې لپاره ورورسي خو امنيتي ځواکونه هم په خپله اسلامي جذبه وسلې ورته وروسپاري او د ګردې نړۍ مطبوعات يې د ليدلو لپاره راجمع کړل شي. سل دوه سوه ملکي خلک، د مدرسو زده کوونکي او غريب تنخوادار حکومتي کسان که پکې مړه شي نو دا څه دومره غټه خبره نه ده ځکه چې جنګياليو ته شريعت مهم دى او حکومت ته دموکراسي!!! او د دې دواړو لپاره د ملکي خلکو وينه تويول ضروري ده. 



د دې ډرامې پېل ټولو ته معلوم و. څنګه څنګه چې دا امکانات زياتېدل چې د پاکستان د سترې محکمې قاضيان د جنرال مشرف د ولسمشرۍ د مشروعيت پر ضد پرېکړه کوي نو هومره هومره په سوات کې د مولانا فضل الله پوځ هم زياتېده او جګړې ته يې ملا تړله. يو ځل بيا دا خبره توده شوه چې ترهګر پياوړي شوي دي او ملک د سختې خطرې سره مخ دى. د دې خطرې د مخنيوي علاج بيړنى حالت و چې په ترڅ کې يې د مطبوعاتو په مرۍ چاړه راښکل شوه او قاضيان لکه د اختر د څارويو ذبح کړاى شول. او بيا څنګه چې جنرال مشرف خپل پوځي يونيفارم ليرې کړ، په مړه خېټه يې د ولسمشرۍ لوړه وکړه، د سترې محکمې د نويو (کوردننه) قاضيانو لخوا ورته د مشروعيت سند ورکړل شو نو ورسره سم په سوات کې د مولانا فضل الله پوځ هم مورچې پرېښودلې او، د چارواکو په وېنا، “نامعلوم لور ته وتښتېدل”. لهذا نور بيړني حالت ته اړتيا پاتې نه شوه. د ښاغلي مشرف د وروستۍ وېنا کوچ هم دغه وو چې “زه يم نو جوړه ده او که نه يم نو ورانه ده”.


د ولسمشرۍ د لوړې څخه يوه ورځ وړاندې جنرال مشرف خپل پوځي يونيفارم يا درېشي چې څه موده وړاندې يې ورته “څرمن” ويلې وه، هم ليرې کړه. هغه مهال يې د چا د پوښتنې په ځواب کې ويلي وو “درېشي خو زما څرمن ده او څرمن څوک څنګه وباسي؟” بله ورځ يو ليکوال وليکل “د هغې ورځې نه پناه وغواړه چې دا څرمن درنه نور څوک وباسي”. د دغه ليکوال مطلب ښايي دا و چې په ملک دننه به څوک پېدا شي چې دا څرمن به وباسي نو هغه به ريښتيا هم يوه عجيبه کيسه وه خو دا ډېر تعجب چې پکې پېدا نه شو لامل يې دا و چې د دې څرمن په ايستلو کې تر ټولو زيات زور او شور د کنډوليزا رايس و. 


هسې هم د جنرال مشرف يونيفارم نور نه يواځې دا چې زوړ شوى و بلکې په وينو هم دومره سور شوى و چې ايستلو ته يې اړتيا لرله. د دې يونيفارم يا څرمن د بچ کولو لپاره هغه اته کاله ډېرې ډرامې جوړې کړې او هرې ډرامې پاى ته په رسېدو کې د سلګونو خلکو وينه تويه کړه. نور نو هغه خپله هم مجبور و چې دا څرمن وباسي او له نوي سره ژوند پېل کړي. همدغسې وشول خو دوه خبرې يې په ثبوت ورسولې. يوه دا چې د پاکستان سياستمداران نن هم د دې لياقت نلري چې په خپل سر خلک راهبري کړي او يا د پوځ د زور څخه په ځانله لاره لاړ شي ځکه چې مشرف اته کاله دا په وينو لړلې څرمن هم د دغو مصلحتونو وهليو سياستمدارانو په مرسته اغوستې وه. دوهمه دا چې مشرف د بيړني حالت د ختمولو ورځ د دسمبر شپاړسمه نېټه وټاکله. په پينځلسمه نېټه، يانې يوه ورځ وړاندې، د عمومي ټاکنو د کانديدانو د کاغذونو د بېرته اخيستلو اخرنۍ ورځ ده. که فرض کړه کانديدان خپل کاغذونه بېرته وانخلي نو مشرف به بيړنى حالت ختم کړي او عمومي ټاکنې به وشي چې دې سره به د مشرف ټول اقدامات يوه قانوني بڼه غوره کړي. او که سياسي ګوندونه په ټاکنو کې د برخې نه اخيستلو پرېکړه وکړي او کاغذونه بېرته واخلي نو مشرف به بيړني حالت ته دوام ورکړي او دليل به يې دا وي چې مونږ د بيړني حالت د ختمولو پرېکړه کړې وه خو سياسي ګوندونه نه غواړي چې انتخابات وشي لهذا وضعه ښه نه ده بيړنى حالت به لا هم نافذ وي. نو نه سيخ سوى نه کباب، هم حکومت په لاس کې او هم امريکا خوشحاله. 
د دنيا د خوړلو لارې چارې د پاکستان د پوځ څخه زده کول پکار دي!!!