کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له شمشاد تلويزيون څخه نرۍ ګېله

له شمشاد تلويزيون څخه نرۍ ګېله


دم ګړۍ له کابل څخه څوارلس تلويزيوني کانالونه خپرونې کوي ، شمشاد يوازينی تلويزيون دی ،چې هم يې خپرونې پښتو دي او هم يې چلوونکي پښتانه دي . که څه هم لمر پښتو تلويزيون دی ، خو چلوونکي يې بيا د طلوع افغانستانيان او دانشګاهيان دي او د څښتنانو دريځ يې هم د افغان او افغانيت ضد. سره له دې چې، هغه ويندويان او پروګرام جوړوونکي چې په لمر کې کار کوي ، خير دې يوسي له خپلې وسې سره هڅه کوي چې افغاني دريځ وساتي، له ملي شخصيتونو سره مرکې وکړي او د پښتنو پروګرامونو ته هم ځانونه ورسوي ، خو بيا هم راپورټران او کمره مينان يې په واک کې نه دي ، چېرته چې د پښتنو کوم محفل يا غونډه وي دوی لومړی خپلو آمرينو ته سوال کوي ، خو دا بيا د طلوع پر واکمنانو اړه لري ، چې سوال يې مني که نه .


ملي راډيو تلويزيون هم اوس يو څه ښه شوی ، د ملي دريځ تر څنګ هڅه کوي چې ژبنی انډول هم وساتي ، خو هغه بيا دولتي تلويزيون دی او بايد دولتي پاليسي مراعات کړي .د بېلګې په توګه په خبرونو کې لومړی بايد د ولسمشر ، مرستيالانو ، ولسي جرګې ، مشرانو جرګې ، وزيرانو او ټولو واليانو خبرونه چې که له چا سره يې هسې خندلي هم وي خپاره کړی ، بيا که د هېواد په کوم ګوټ ټکه هم راغورځېدلې وه هغې ته وار رسيږي . چې البته دغه ډول خبرونه خلک بېحوصلې کوي او نه هم خلک دومره وخت لري ، چې د ضيأ مسعور د خندا خبر او يا هم کوم هېواد ته د ولسمشر د تبريکۍ پيغام ټول واوري .


آريانا تلويزيون که څه هم دريځ يې ملي دی او رييس يې هم ظاهراً يو پښتون دی ، خو ژبنی انډول په کې هېڅ نه ساتل کيږي او داسې ښکاري ، چې يوازې د دري ژبو لپاره خپرونې کوي ، خو سره له دې موږ يې افغاني دريځ ته هم خوشحاله يو . نور نو د تمدن ، فردا، نور،  نورين ، ايينه او طلوع خو د ستميانو ډنډورې دي ، چې د ايران په مرسته غږول کيږي او د افغانيت پر ضد زهر خپروي .


پاتې شو يوازې شمشاد، خو شمشاد هم هغسې چې پښتانه تمه ترې لري ځان نه خوځوي . ځينې ډېر مهم مسايل وي ، چې د هغوی په طرح کولو او انعکاس کې د لمر بې واکه کارکوونکي هم ترې مخکې وي .د پښتنو مهمو غونډو او يو لړ نورو ملي او فرهنګي هڅو ته هغسې چې ښايي، پاملرنه نه کوي .ما څو ځلې ځينې مهمې غونډې ليدلي، چې هلته د نورو تلويزيونوکمرې حاضرې وي ، خو شمشاد يا بيخي غيب وي او ياهم په تلويزيون کې يې انعکاس ډېر کمزوری وي ، لکه د مورنۍ ژبې لويه غونډه او يا هم د سرشمېرنې پر وړاندې مهم سيمينار . خو ګېله مې هغه وخت ډېره راغله، چې څه موده وړاندې يوشمېر مدني ټولنو اوټولنيزو سازمانونو د شينډنډ د شهيدانو فاتحه په داسې ځای کې ( د کابل عيد ګاه جومات ) نيولې وه ، چې له شمشاد تلويزيون سره يې واټن يوازې څو سوه متره دی . ما فکر کاوه ، چې ښايي منتظمينو به شمشاد ته احوال نه وي ورکړی ، خو دوی راته وويل ، چې نه يوازې دا چې بلنليک مو ورلېږلی و او ټېلېفوني احوال مو ورکړی و، همدا نن شخصاً هم ورغلو ، خو له بده مرغه دوی نه دي راغلي . نو که رښتيا ووايم ، خوا مې ډېره بده شوه . که څه هم د دې فاتحې او وير پرېکړه ليک او څرګندونې ټولې د بهرنيو ځواکونو او دولت د وروستيو کړنو پر ضد وې ، خو بيا مې هم ليدل چې د ملي راډيو تلويزيون او بي بي سي خبريالان ښه فعال دي او شپې ته يې هماغسې بشپړ راپورونه هم خپاره کړل ، خو زموږ خپل شمشاد غيب و. ګېله مې ځکه راغله ، چې يو خو فاتحه د شينډنډ د 91 شهيدانو وه ، بل دا چې د شمشاد تر څنګ وه ، بل دا چې دا فاتحه د اوو ټولنيزو بنسټونو له خوا ، چې د محصلينو اتحاديې يې په سرکې وې ، نيول شوې وه او تر ټولو مهمه دا چې که څه هم شمشاد ډېر قوی تلويزيون نه دی ، خو پښتانه يې خپل ګڼي .


څو وروځې وړاندې د سولې ملي جرګې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تالار کې يو مطبوعاتي کنفرانس رابللی و ، د نورو تلويزيونو د کمرو تر څنګ مې د شمشاد ځای هلته بيا هم تش وليده .


زه نه پوهېږم ، موږ خوپه  هر ځای کې هڅه کوو ، چې د شمشاد لپاره تبليغات وکړو او ملاتړ ورته پيدا کړو ، خو له بده مرغه دا څووم ځل دی چې زه له داسې مهمو غونډو او پروګرامونو سره د شمشاد بې توجهي ګورم ، دا چې ولې ښايي ځواب به يې له دوی سره وي !؟

تبصره نسته

  1. سلام وروره،

    تاسې ولې دغه ګیله د لیکلې پوښتنې په ډول د شمشاد له مشر څخه نه کوئ؟

    که داممکنه نه وي، نو بیا یې ولې یو څو خبریالان نه پوښتئ؟
    کېدای شي چې یو څه خو به درته ووایي ۰

    په درنښت

  2. زمرى
    ښاغلى ګېله من صيب!
    لومړى پايد په ګوته كړم چې د شمشاد له تلويزيون سره كومه اړيكه نه لرم او موخه مې هم دا نه ده چې د چا پلوي وكړم.
    دوهم دا چې له بده مرغه زموږ پښتنو تر منځ ناخوالې دومره ډېرې دي لكه تا غوندې ټول پښتانه ګېله من_ګېله من دي. وايي ګېله له خپلو كيږي، خو زه وايم اوس د دې وخت را رسېدلى دى چې پښتانه مخكې له دې چې له خپلو ګېله وكړي بايد لومړى له ځانه ګېله وكړي او د دې پر ځاى چې نورو ته ګوته ونيسي چې څه يې كړې دي؟ پايد لومړى ځانته ګوته ونيسي چې څه يې نه دي كړي او يا څه پايد وكړي او يا څه كولى شي.
    له غليمه څخه په ډك چاپېريال او سياست كې بهتره ده چې د يو كس چلن له احساساتو څخه زيات په ارزونې، منطق او قانون ولاړ وي. احساسات سړى تېرباسي او سمې پايلې ته يې نه رسوي. لكه څنګه چې تاسو ښاغلي له يوې لنډې ارزونې وروسته وكولى شول د شمشاد تلويزيون نيمګړتياوې او پاتې راتلنې په ګوته كړئ او دا وښيي چې په ميډيا كې له پښتنو څخه نور سيالان يې څومره مخكې دي. سيالان د پښتنو پر ضد له څومره عصري تكتيكونو څخه استفاده كوي او موږ پښتانه لا هم دې ټكي غافله كړي يو چې د هېواد غوڅ اكثريت يو او هر څه به زموږ په خوښه وي. ايا تاسې پرتله كولى شئ چې د يو تلويزيون ژبه د څومره كسانو له ژبې سره برابره ده؟
    د تلويزيون د يوې خبرې وزن د څومره كسانو د خبرې له وزن سره برابر دى؟ په ټوله نړۍ كې څو پښتو تلويزيونونه او رسنۍ دي؟ او په فارسي ژپه څومره دي؟
    كه نن سبا د عصري تكنالوژۍ، تلويزيون او رسنيو اهميت او اغېز ته وګورو، نو ويلى شو چې له يو بې ژبې غوڅ اكثريت څخه يو ژپه لرونكى غوڅ اقليت پياوړى دى.تلويزيون او رسنۍ په نوې نړۍ كې د يو قوم او ملت ژبه ګڼل كيږي، خورا اهميت او ټولنيز، سياسي او اقتصادي اغېز لري. خداى دې وكړي چې پښتانه سياستوال او پانګوال دغه ټكي ته متوجه شي او همدا راز د رسنيو چلونكي خپل پام بيا دې ته واړوي چې له رسنيو او امكاناتو څخه معقوله استفاده وكړي.
    وروركه ګېله من صيب! تاسو خو له رسنۍ والو څخه ګېله وكړه، خو زه د يو رسنۍ وال په توګه له ټولو پښتنو او بيا له پښتنو پانګوالو څخه ګېله كوم، چې د رسنيو اهميت ته متوجه نه دي او له پښتو رسنيو سره مرسته نه كوي.
    څه موده وړاندې يوه رسنۍ مې چلوله، ښه پښتنه او ښه په نره مې چلوله، د پښتنو د دښمنانو خو هسې هم نه خوښېده او پهانې يې ورته لټولې او د پښتنو يو شمېر چارواكو چې واك ته له رسېدو مخكې يې تمويلوله نور په دې نه خوښېده چې له دې وروسته يې پښتونوالې د دوى ملي او دولتي موقف ته زيان اړوه، همدا وو چې پيسې يې پر بندې كړې، خو زموږ ډلې د قوم موقف، بدو شرايطو، د رسنيو او وخت اهميت ته په كتنې سره وپتيله چې د رسنۍ لګښت د اعلانونو، بسپنې او خرڅلاو له لارې برابر كړي. همدا وو چې مټې مو بډ وهلې په يو شركت او بل شركت او يو پانګوال او بل پانګوال او يو وسمن پښتون او بل وسمن پښتون پسې ولګېدو او له هغوى مو مرسته وغوښته، پښتو او پښتونواله مو ورته واسطه كړل خو د هيچا غوږ يې ونه ګراوه، پښتنو پانګوالو او شركت والو خو دومره هم راسره ونه كړل چې د خپلو كمپنيو اعلانونه چې نورو رسنيو ته د خپرولو له پاره وركول، موږ ته يې هم راكړي او په پاى كې اړوتو چې هغه اونيزه وتړو. موږ له چا معاش هم نه غوښته، يوازې د چاپ پيسې مو غوښتلې، ځكه ملګرو فيصله كړې وه چې ځانونو ته به په نورو ځايونو كې كارونه پيدا كوي او په څنګ كې به اونيزه هم ورسره چلوي.
    نو زموږ د پښتنو دا حال دى. د شمشاد تلويزيون ډېر مات او ګوډ امكانات لري چې دومره هم كوي كور يې اباد، زما په فكر ښه خبره پښتنو ته دا ده چې نور دېته ونه ګوري چې څوك دې يو څه ورته وكړي، دوى بايد پخپله ځانونو ته يو څه وكړي،ځانته داسې چاپېريال رامنځته كړي چې په بدو شرايطو كې هم ورسره مرسته وكړي، پانګوال يې په پښتني سيمو كې پانګونې وكړي او د پښتنو اقتصادي لوړتيا ته پام واړوي، خپلې خوش پاورۍ ته پاى وركړي هر جاسوس او فرعون ته قوم او قومي ګټې په واك كې ور نه كړي،د نورو قومونو او ولسونو له غړو او مشرانو څخه زده كړي چې هغوى د خپلو مشرانو په ټاكلو او غوره كولو كې څه كوي، يوه ښه بېلګه يې حاجي محمد محقق دى چې د خپل قوم د حقوقو له پاره د نه خوړلو اعتصاب كوي او زموږ وكيلان په پارلمان كې له وېرې د خواجه بهاوالدين د پښتنو چې د ملكيت شرعي سندونه په لاس كې لري او ځايي ازپكان يې خپلو كورونو ته نه پرېږدي، تر دوو اونيو د موضوع يادونه هم نه شي كولى. زموږ د چارواكو دا حال دى او عوام مو خوش باوره دي.
    د دوى د خوش پاورۍ يوه كيسه به هم درته وكړم.
    په څه زړه خوړينۍ مو د پلچرخي او ارزان قيمت د زده كونكو عريضي ترتيپ كړې او د ښوونې له وزير څخه مو وغوښتل چې د دغو ليسو ټول زده كوونكي پښتانه دي او تدريس يې بايد په پښتو ژبه ترسره شي. د پوهنې وزارت اداري مرستيال صديق پتمن وويل چې موږ په پام كې لرو چې په دې اړه يو سيمينار جوړ كړو او له سيمينار وروسته بيا په دې برخه كې اقدام كوو . پتمن په دې بهانه يو كال راپاندې واړوه، اوس چې له سيمينار څخه نږدې دوه كاله تېرېږي بيا هم د اقدام څرك ونه لګېده. ما چې د پښتنو واكمنو دا حال ليدلى و او نور ترې نهيلې شوى وم، نو يوه ورځ له خپلو دوستانو سره په يو ځاى كې مېلمه وم چې د تلويزيون پر سكرين د پوهنې وزير حنيف اتمر را څرګند شو، تر څنګ ناست كس چې په مورنۍ ژبې د زده كړې په برخه كې زما د منډو ترړلو يو څه خبر و، نو هغه خبره يې په ياد شوه او په خوښۍ سره يې وويل چې انشالله هغه كار خو به دې شوى وي، ځكه د پوهنې وزير خو اوس پښتون دى او اتمر صيب په هكله خو ويل كيږي چې ډېر تكړه پښتون دى. نو ما پوښتونكي ته په ځواب كې يوازې همدومره وويل كه د اتمر غوندې پښتانه مو وزيران او واكمن او له تاسو غوندې خوش باوره پښتانه يې د پښتونولۍ تصديق كوونكي وي نو فكر نه كوم ښوونځي خو پرېږده كه پښتو دې نوره پښتو شي.
    زه ډېره بښنه غواړم كه د چا توهين مې كړى وي او ډېر خواشينى يم چې د خوشال او احمدشاه بابا توره او پګړۍ نن داسې واكمنو لاس ته لوېدلې چې فكر كوي په پښتو ويلو او پښتونولۍ سره يې رنګه بديږي او ملي ورورګلوۍ ته يې زيان رسيږي.
    خو حقيقت دا دى چې نن د پښتنو چارواكو تر منځ د چوكۍ او واك ديوثي زياته شوې او بل طرف ته يې خوش باوري.

  3. سلامونه اونیکی هیلی مواومنی دشمشادتلویزون تولوکارکونکوته .واقعاچه شمشادتلویزون سی اوپه زره پوری خپراونی لاری .اوپاتی دانورچینالونه هغه خو نه افغانان دی اونه به دافغانانو په کتارکی راشی .زکه چی دوی خپل کلتورنه پیزنی نو بیا خو له دوی نه گیله نه کیزی گیله خو سرای له سری نه کای ؟دوی چه نن دا کا ر با ندی ویا ری نو سبا خو بل کار هم کولی شی؟………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………شمشاد تلمیزون کامیابی درته غوارم کامیا به اوسی .دا لله په امان او اخترمومبا رک شه

  4. سلامونه اونیکی هیلی مواومنی دشمشادتلویزون تولوکارکونکوته .واقعاچه شمشادتلویزون سی اوپه زره پوری خپراونی لاری .اوپاتی دانورچینالونه هغه خو نه افغانان دی اونه به دافغانانو په کتارکی راشی .زکه چی دوی خپل کلتورنه پیزنی نو بیا خو له دوی نه گیله نه کیزی گیله خو سرای له سری نه کای ؟دوی چه نن دا کا ر با ندی ویا ری نو سبا خو بل کار هم کولی شی؟………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………شمشاد تلمیزون کامیابی درته غوارم کامیا به اوسی .دا لله په امان او اخترمومبا رک شه