کور / تازه خبرونه / خوست: يو ښوونځى په بمونو والوځول شو

خوست: يو ښوونځى په بمونو والوځول شو

ناڅرګندو وسله والو تېره شپه د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې يو لومړنۍ ښوونځى په بمونو الوځولى.

دا ولسوالي د خوست په لويديځ کې ګردېز ته د غځيدلې لارې ترڅنګ پرته ده او د زده کوونکو ټول شمېر يې دوو زرو ته نه رسيږي.

د خوست د پوهنې ادارې مطبوعاتي مسؤول سيدموسى مجروح وايي، چې په دې پېښه کې د نوموړې ښوونځي شپږ واړه درسي خونې وېجاړې شوې دي.

دا ښوونځى همدا سږ کال د پوهنې وزارت د اکوېپ پروګرام په لړ کې د دوه دېرش زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى ؤ او د سيمې له پېنځو سوو زياتو زده کوونکو پکې زده کړې کولې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې پېښه کې د خپلو جنګياليو لاس لرل رد کړى، خو تر دې وړاندې ډېر کله حکومتي چارواکو د دا وړ پېښو پړه پر خپلو مخالفو وسله والو طالبانو ور اچولې.