کور / تازه خبرونه /  د ښځو په ګډون شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

 د ښځو په ګډون شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

ناټو او افغان ځواکونو تېره شپه د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د پوځي پلټنو پرمهال څلور کسان وژلي، دوې ميرمنې يې ټپي کړي او اووه نور يې ژوندي وړي دي.

خوست والي ارسلاجمال وايي، چې  دغه عمليات د يوې اطلاع پر بنسټ شوې او د ده په خبره کله چې شکمن کسان له ځواکونو په تېښته شول، نو هغوى ډزې پرې وکړې او په پايله کې څلور تنه ووژل شول.

خو د سيمې خلک وايي، چې دا د هغو دوو کورنيو کسان وو، کومو چې تېره ورځ خپلمنځي شخړه کړې وه او څو کسان پکې ژوبل شوي هم وو.

خلک ګمان کوي، چې يا خو دوى د يوه او بل پر ضد ځواکونو ته شيطاني کړې او يا يې هم د شپې پر وخت پر ځواکونو د شخصي دښمن فکر کړى.

ځواکونو ويلي، چې د عملياتو پر وخت يو شمېر وسلې هم د دوى لاس ته ورغلي، خو بايد ياده شي، چې د نېږدې ټول خوست اوسيدونکي د ځان ساتنې په خاطر وړې وسلې په کورونو کې ساتي.

صبري د خوست په شمال کې پرته پراخه ولسوالي ده، چې د نورو سيمو په پرتله پکې د د حکومت او بهرنيو ځواکونو د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات ليدل کيږي، ځکه خو ډېر کله په دغه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروانونو د بريدونو ، چاودنو او مرګ ژوبلو راپورونه هم ورکول کيږي.