کور / تازه خبرونه / یوه ښځینه افسره ووژل سوه

یوه ښځینه افسره ووژل سوه


 


رویټر او فرانس پریس د کندهار څخه خبر ورکوی چی طالبانو نن یکشنبه په کندهار ښار کی یوه ښځینه پولیس افسره وویشتله . دغه افسره چی ۴۵ کلنه ډګرمن ملالۍ کاکړ نومېده ډېره مشهوره وه . خبر وایی چی ډګرمن ملالۍ د کورونو په تلاښی کولو او نورو پولیسی فعالیتونو کی ډېر شهرت حاصل کړی و . دا په خپل موټر کی وویشتل سو ه او زوی یې زخمی سوی دﺉ چی د کوما په حال کی دﺉ . د ې شپږ اولادونه لرل . دا په کندهار کی د ښځو پر ضد د جنایتونو د څانګی مشره وه . د طالبانو ویندوی قاری یوسف احمدی وایی چی دا زموږ هدف وه او خپل هدف مو په بري سره له منځه یووړ . خبر زیاتوی چی په افغانستان کی په تیرو شپږو میاشتو چی ۷۵۰ پولیس وژل سوي دي . .