کور / تازه خبرونه / سعودی دطالبانو او غربیانو تر منځ جوړجاړی کوی

سعودی دطالبانو او غربیانو تر منځ جوړجاړی کوی

د انګلستان ګارډین ورځپاڼي نن ولیکل چی د سعودی عربستان لخوا د طالبانو او لویدیځ تر منځ د خبرو اترو یوه پروسه په جریان کی ده . راپور لیکی چی د طالبانو یو مشر چی د هغوی څخه بیل سوی ، د څو میاشتو راهیسی د منځني ختیځ او اروپا تر منځ تګ راتګ کوی . ورځپاڼي دا سړی مشخص نه کړ خو وایی چی هغه د سعودی عربستان ، انګلستان او نورو استخباراتو څخه غواړی چی د طالبانو د مشرانو سره د سولی خبری اتری وکړی . ویل کیږی چی لویدیځ وال هم د سعودی په منځګړتوب راضی دي خو هغوی په هیڅ وجه د ملا محمد عمر سره مذاکرې ته نه حاضریږی . دغه ټول استخبارات هڅه کوی چی طالبان سره بې اتفاقه او ټوټه ټوټه کړی خو څه ګټه یې نه ده کړې او هغوی ټول پر ملا محمد عمر ټینګ ولاړ دي . خبر زیاتوی چی د کابل لخوا د پخلاینی بهیر تر اوسه ۵۰۰۰ جنګیالي ور اړولي دي لیکن په جنګ کی هیڅ کمښت نه دﺉ راغلی ، نو ځکه اوس خبري د اروپایانو ، امریکایانو سعودیانو او پاکستانیانو تر منځ جریان لری چی کابل هم څه ناڅه پکښی برخمن دﺉ . طالبانو تر اوسه د دې خبر په هکله خپل غبرګون نه دﺉ ښودلی .