کور / رسنۍ / د ښوونځى مجلې ۴ مه ګڼه له چاپه راووته

د ښوونځى مجلې ۴ مه ګڼه له چاپه راووته

ښوونځى په كندهار كي د لوى كندهار د زده كوونكو د ټولني دوه مياشتنۍ خپرونه ده چي د لومړي كال څلورمه ګڼه يې د ښكلو او رنګه پوښتيو په لرلو سره تازه له چاپه راوتلې ده .

د ښوونځى دا ګڼه اته شپېته 68 مخونه لري چي تر څلور دېرش سرليكونو لاندي بېلابېل علمي ، معلوماتي ، ښوونيز او روزنيز مطالب په كښي خپاره سوي دي .

د ښوونځى مجلې موسس او مشر عبيدالله تسل او مسوول مدير يې احمد جاويد تنوير دى .

ښوونځى د سوېل لوېديځي حوزې په كچه لومړنۍ مجله ده چي د زده كوونكو لپاره ځانګړې سوې ده او د هغوى ليكنو ، ستونزو  او غوښتنو ته يې په خپله غېږ كي ځاى وركړى .

د يادوني وړ ده چي د لوى كندهار د زدكوونكو ټولنه لومړنۍ خپلواكه ټولنه ده چي په سوېل لوېديځه حوزه كي د زدكوونكو لپاره فعاليت كوي . 

 Larawbar.com/showanzai