کور / راپور / د کليد ګروپ په لومړى ځل د کندهار پوهنتون سره مرسته

د کليد ګروپ په لومړى ځل د کندهار پوهنتون سره مرسته

دکليدگروپ له لوري په لومړى ځل دکندهار پوهنتون دکتابتون سره دجنگي جرمو نو په نوم څلويښت جلده کتابونه مرسته وسوه  .
هغه غونډه چي په همدې موخه په پوهنتون کي جوړه سوي وه دبشر دحقونو دخپلواک کميسون ،امنيه قوماندانۍ استازو،ليکوالانو دپوهنتون استادانو ، محصلينو او ژورناليستانو گډون کړى وو .
په غونډه کي په کندهار کي دکليد گروپ استازي  احمد فرزان  دبشر دحقوقو دخپلواک کميسون  استازي  څارنوال  غلام رسول ،درشاد اکاډومۍ مشر څېړونکي شېرشاه رشاد دامنيي قومنداني دجنايي جرمونوپرضددمپارزي مديرسمونوال عبدالخالق همدرد ، دپوهنتون استاد حيات الله رفيقي  ،او دپوهنتون تعليمي مرستيال  غلام رسول فراهي وينا وي وکړې
لومړى غونډي ته دکليد گروپ په استازي توب  احمد فرزان خبري وکړې  نوموړى په خپلو خبروکي ديادسوي کتاب پر ارښت رڼا واچول  .





دکندهار پوهنتون علمي مرستيال غلام رسول فراهي دکليد گروپ ددې علمي مرستي څخه مننه وکړه او دکليد گروپ داهڅه يي  دستايلو وړ وبلل  .




ديادولو وړده چي دجنگي جرمنو په نوم ددغه کتاب  توزيع دلومړى ځل لپاره دروان ٢٠٠٨ کال دمۍ پر اتمه دکليد گروپ دمرکزي دفتر لخوا په کابل کي ديوې رسمي غونډي په ترڅ کي ترسره سول چي وروسته دتوزيع دغه لړۍ دکابل پوهنتون دښوونۍ اوروزنې پوهنځي دبلخ ولايت پوهنتون ، دبگرام هوايي  ډگر اوننگرهار پوهنتون کي درسمي غونډو په ترسره کولو سره پسي وغځېده او دا دي نن دکندهار په پوهنتون کي  په کندهار کي دکليد گروپ داستازي  احمد فرزان لخوا ددغه پوهنتون وعلمي مرستيال غلام رسول ته د شاوخوا څلويښتو ټوکو کتابونو په سپارلو سره په کندهار کي ديادسوو کتابونو دتوزيع لړۍ پيل سوه .