سروې : القاعده نه ده کمزوره سوې

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 28th, 2008


بی بی سی په هغه سروې کی چی په ۲۳ هېوادو کی یې د ۲۴۰۰۰ کسانو څخه کړې ، دې نتیجې ته رسېدلې چی القاعده نه ده کمزوره سوې . څه نا څه ۲۹٪ وویل چی د بوش لخوا د ترور پر ضد جنګ د دې اسلامی جنګیالیو پر شبکه څه تأثیر نه دﺉ کړی ، ۳۰٪ وویل چی د امریکا پالیسیو القاعده نوره هم تقویه کړې ده . او ۲۲٪ وایی چی دغه جنګ القاعده کمزوره کړې ده . جالبه لا دا چی ۴٪ وویل چی موږ القاعده هیڅ نه پېژنو . د دې يوښتنی په ځواب کی چی دا جنګ به څوک وګټی ، ۴۹٪ وویل چی هیڅ لوری یې هم نه سی ګټلای ، او ۲۲٪ وویل چی امریکا برلاسې ده او ۱۰٪ وویل چی القاعده بریالۍ ده . د دې پوښتنی په ځواب کی چی آیا القاعده مثبت ده ، که منفی او که مخلوط ؟ په مصر کی ۶۰٪ وویل چی دوی هغې ته په مثبت یا مخلوط نظر ګوری . په پاکستان کی صرف ۱۹٪ وویل چی دوی د اسامه بن لادن د جوړښتون په مقابل کی منفی نظر لری . دا سروې د بی بی سی د نړیوال سرویس لخوا د جولای د اتمی څخه د سپټمبر تر ۱۲می پور په ۲۳ هېوادو کی د ۲۴۰۰۰ بالغو کسانو څخه سوې وه او دې نتیجې ته ورسېده چی ډېر ځواب ویونکي په دې نظر دي چی دغی اووه کلنی جګړې القاعده نه ده کمزوره کړې .

Copyright Larawbar 2007-2024