کور / شعر / پښتونخواه

پښتونخواه


په نامه د کوم فخر په مسکو ایران ترکیی کې
بښتونخواه ښکلی ته ډیره د جهان په ښاپیرو کې
په دنیا کې ښایست ډیر دې ، لری ښکلی مکانونه
خو پښتون ته ستا خړ پړ مخ د جنت دی بل چراغونه
منتظر وزیری
دزاهدان ښار اپریل ١٩٩٣



د هجران شپې
فکرونوکې شم ډوب سترګو ته ګرمې اوښکې راشی
اشنا چې راپه یادشې رڼا روځ راباندې شپه شی
خیالونوکې چې ستا سره وم ډیرومه خو شحاله
راستون چې شمه ځان ته درست جهان د اور لمبه شی
چې ستا سره وم یو ځای په کالونو نه پو هیږم
هجران کی ستااشناهره ګړۍ دکال هومره شی
داوراو اه دوستۍلره مې عقل حیرانتا کړی
داورلمبې په زړه کې په خوله یخ اسو یلی راشی
رڼوسترګو جهان ته ګورم ورک شمه له ځانه
دوام ستا د هجران زما انجام به دیوان شی


ترکیه ارضیروم ښاراپریل ١٩٩٣