کور / نثر / سباته اختردى ؟

سباته اختردى ؟

نن ورځ مې په نڅاپي ټوګه په زړه كې غوټه پيداشوه اوپه سترګوكې مې اوښكې راغونډې شوې ،اندېښنوپه مخه كړم ،نه پوهېږم څومره به مې ژړلي وي ، بېلابېل فكرونه راسره مل شول ،دچاخبره چې شيطان راته رانګارنګ كيسې كولې خومازرځان قابوكړاو ومې ويل چې شيطانه كوردې وران شه ،نورمې نواندېښنوته وخت ورنكړاونيت مې وكړچې نننۍ فكراواندېښنې دقلم په څوكه توريوته واړم ،لدې نيت سره سم كمپيوټرته كيناستم (ورډ) پراګرام مې خلاص كړاوپه ليكلومې پيل وكړ.
سهارنهه بجې خواوشاه مهال ؤدفترته روان په لاره كې چاوپوښتلم چې سباته به اخترشي اوكنه ؟ ماته سملاسي دخپل كلي دسپين ږيري سهارنۍ خبره چې ويل يې : سهارمياشت ونه ليدل شوه نوسباته به زماه ګمان اختر وي ځكه چې ورځې هم اوږدې دي .
ماهم پوښتونكي ته دهغه دسپين ږيري دخولې خبره وكړه ورته ومې ويل چې سهارمهال زموږدكلي يوتجربه لرونكي سپين ږيري داخبره وكړه نور نوخداى ښه پوهيږي چې سباته به اخترشي اوكنه .
لدې وروسته ددفترپه لوري روان شوم په لاره مې همداسې داخبره راګرځيده چې (سباته به اخترشي اوكنه) ؟ ګران لوستونكي بۀ فكروكړي چې پوښتونكى ولې اختردومره لېواله ؤ،كه څه هم ماله پوښتونكي څخه دوباره پوښتنه ونكړه چې ولې دې داختردورځې پوښتنه وكړه ،ياچې سبااخترشي ښه دى كه بله ورځ؟
مګرزه پوى شوم چې هغې زه ولې داخترله اړه وپوښتلم اوزه دومره هم پوى شوم چې هغه په سباته اخترباندې نه مګرپه يوه ورځ وروسته اخترباندې راضي ؤ،تاسوبه فكروكړى چې نوته خوبزرګ نه وې چې دهغې په زړه باندې پوى شوې ،هودارښتياده چې زه بزرګ نه يم ،خودهغې په لاس كې يوسپين ټوكرؤچې په قلم ورباندې نوم ليكل شوى ؤ،كله مې چې هغه وكوت په څنګونوكې يې دزيارت دلكړولپاره ځايونه هم جوړؤاوغوښتل يې چې كوم ګلدوزته يې يوسم اوپه منځ كې په قلم ليكل شوي نومونه يې په ګلدوزي ډك كړي ،لدې امله زه پوى شوم چې هغه داخترپوښتنه لدې امله كوي چې ايادئ به داخترترورځې پورې وتوانيږي چې دزيارت جنډه جوړه كړي اوكنه ؟ نوهمدغه پوښتنه يې داختردورځې له پوښتنې تړلې وه .
لدې خوتېرشوم كله چې دفترته ورسيدم نڅاپي راسره فكرونه ملګري شول ،چې كه سبااختراويابله ورځ ،زموږلارې كوڅې خوبه دخلكوپه تګ راتګ ډكې وي ،خوډېركي خلك به هديروته په زړوجاموكې روان وي .
كه څه هم دازموږدپښتنويودودګرځيدلى چې نجونې ،وړې اوزړې په اخترونوكې زيارتونوته ځي ،خوپخوابه زيارتونوته په نويوكاليوكې تللې ،مګراوس به په زړوكاليوكې ځي،ترڅوخلك ورته دپېغورپه سترګه ونه ګوري چې زوى ،ورور،خاوندې ،ورارۀ ،دترۀ زوى . . . يې نيږدې مهال دمخه له دنياسترګې پټې كړي اودوى نوې جامې اغوښتې دي ، يوخولدې امله نشي كولى چې په پښتنوكې غمجن او ورسره غمشريك خلك په اخترونوكې نوي جامې واغوندې اوبل يې زړه هم نه غواړي چې نوي جامې واغوندي ،ځكه دانسان دبدن پاچازړه دى ،كه زړه ښۀ ؤنوټول بدن ښه دى اوكه زړه ښه نه ؤنوبياكه ددنيانعمتونه درته پراتۀ وي هم خوند ترې نشې اخيستى .
بس همدافكرونه راسره مل شول ،له ځانه سره مې ويل چې په هديرو كې بياهم كوكې وې ،ويربه وي ،ژړابه وي . . . همدې سوچونومې په زړه كې داسې غوټه پيداكړه چې نږه له اوښكوڅخه ډكه وه ،داسې زريې بياتشول نه ؤ،كه هرڅومې ځانته تسلې وركوله نه كيدله ،بيلابېل فكرونه راسره ملګري شول ،له يوې بله خبره راپيداكيده اوله بلې هغې نه بله ، اخېرمې ووې راځه دزړه بړاس يې په ليكلووباسه ،خوچېرې كيږي ،هغه څه چې زماپه زړه تېريدل په همغه شكل په توريونه بدليږي .


په چابه غم په چاښادي وي
په چايې ښې ټيټي شيګرې * نيولې دينه


*بارانونه