کور / تازه خبرونه / د وردګو ولايت دچک د استخباراتو مشر وژل سوئ دئ

د وردګو ولايت دچک د استخباراتو مشر وژل سوئ دئ

وسله وال طالبان ادعاکوي چې دوردګودجک ولسوالۍ داستخباراتو مدير محمدحسن يې چې تيره شپه تښټولى وو نن سهار وواژه .

ذبيح الله مجاهد چې ځان دوسله والو طالبانو وياند پيژني له يوه ناڅرګند ځاي څخه دټليفون په کرښه پژواک ته وويل چې محمد حسن يې تيره شپه له ولسوالۍ څخه  وتښتاوه او نن سهار يې دخپلو مشرانودپريکړې سره سم وواژه .

خودميدان وردګو ولايت يوتن چاروکي دنوم دنښودلو په شرط دمحمدحسن وژل کيدل دطالبانو لخوا تايد کړل خو زياته يې کړه چې هغه داستخباراتومدير نه وو ولې دڅارنوالۍ دڅانګې مشر وو .

هغه داهم وويل چې  دغه مدير يې نن سهار له موټر نه کوز کړي اوبيايې وژلي دي چې جنازه يې لومړى ميدان ښار اوبيا کابل ته انتقال شوه

محمد حسن دپروان ولايت دغوربند ولسوالۍ اوسيدونکي وو چې دروان کال له پيل راهيسي دجک په ولسوالۍ کې په دولتي دنده  ګمارل شوي وو .