د ناټو یو پوځی او څلور باډيګارډان د وژلو ادعا

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 29th, 2008


اسوشیټډ پریس د کندهار څخه خبر ورکوی چی په پارلمان کی د روزګان د ولایت د یو استازي محمد هاشم وطنوال څلور باډیګارډان په کندهار کی د طالبانو په یوه حمله کی ووژل سول . طالبانو غوښته چی هاشم ووژنی او په خبر کی دا نه دي ویل سوي چی آیا هاشم وطنوال د دې حملې څخه ژوندی وتلی که څنګه . د یو بل خبر له مخی چی ایساف خپور کړی ناټو وایی چی د دوی یو پوځی د افغانستان په ختیځ کی د طالبانو په حمله کی وژل سوی دﺉ . خبر نور تفصیلات ورنکړل خو په ختیځ کی د پوځیانو بشپړ اکثریت امریکایان دي .


خو محمد هاشم وطنوال ته نژدې سرچينې دده او څلور باډیګارډانو د وژلو ادعا ناسمه ګڼي او وايي چي وطنوال او ملګري روغ رمټ دي  .

Copyright Larawbar 2007-2024