کور / تازه خبرونه / پاکستان : جنګیالي د افغانستان څخه را اوړي !

پاکستان : جنګیالي د افغانستان څخه را اوړي !

رویټر د اسلام آباد څخه راپور ورکوي چی پاکستان ادعا کوی چی طالبان د خپلو وسلو سره د افغانستان څخه را اوړي او په باجوړ کی زموږ سره جنګیږی . دا لومړی ځل دﺉ چی ادعا ګانی برعکس کیږی . یوې پوځی منبع وویل چی موږ د دوو میاشتو راهیسی په باجوړ کی د طالبانو سره جنګیږو ، د هغوی څه باندی ۱۰۰۰ کسه مو وژلي ، او ۲۰۰۰ نور مو زخمیان کړي دي ، نو اوس پر هغوی ساحه تنګه سوه نو ځکه د افغانستان څخه طالبان د هغوی مرستي ته تر پولي را اوړي او دا جنګ نور هم توند او دوامداره کوی . دغه منبع پر کابل انتقاد ونه کړ خو پر کابل او امریکایی پوځ یې ږغ وکړ چی دا راتګ دې ودروي . یو بل پوځی منبع رویټر ته وویل چی « باجوړ ته سرچپه یعنی د پخوا برعکس دغه راتګ تم کړﺉ . هغوی را روان دي . درنې وسلې راچلیږی . جنګیالي مسلسل راځی … هغوی زموږ خاوری ته را روان دي . » مګر څېړونکي وایی چی پاکستان او امریکا لوبه مخته بیایی او د ډیورنډ د کرښی د دواړو خواوو ولس یې تر خپلو ګډو ضربو لاندی ساتلی دﺉ .