کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وسلوال طالبان، د پښتون وژنې د اوسنۍ غميزې لاملين

وسلوال طالبان، د پښتون وژنې د اوسنۍ غميزې لاملين

د زياتو بمي بريدونو، ځانمرګو حملو او سړک غاړې ماين چاودنو مسووليت وسلوال طالبان پر غاړه اخلي. که حساب ورته وشي په تېرو اوو کلونو کې دې غورځنګ پښتني سيمې له ستر ناورين او فاجعې سره مخ کړې. په سلګونو دوى په خپله ووژل، په سلګونو نور يې په بهرنيانو.



پښتانه په دې بدنامه شول چې وسلوال طالبان ټول پښتانه دي او وسلوالو طالبانو په اصل کې د پښتنو په نسل وژنې پسې سوټى رااخيستى دى.



يو وخت مې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له يوه ملګري سره د ليليې د دښتې هغه عکسونه وليدل چې د سلګونو طالبانو مړي په ډله ييزه توګه په دې دښته کې پراته وو او په کندهار کې خلکو په دې وير کاوه چې نازک ځوانان يې ووژل. 



کله چې وسلوال طالبان ماتېدل د جنګي کلا کيسې او په کانټينرونو کې د سلګونو انسانانو اچول او وژل بيا بل باب و. کله چې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت راغى خلکو فکر کاوه وسلوال طالبان به په پوځي ډګر کې د خپلو تنکيو ملګرو غچ اخلي، که څه هم دوى ظاهراً داسلام او مسلمانانو د ژغونې نارې سورې وهلې. 



خو که حساب ورته وشي په تېرو کلونو کې جنوبي ولايتونو له خپلې لمنې اور واخيست، تر نيمايي زيات ښوونځي يې وسوځل شول، په همدغوولايتونو کې د معلمينو پزې غوږونه پرې شول، يا ووژل شول، شاګردان وګواښل شول، ووژل شول او ترور شول، په همدغو ولايتونو کې د بيارغونې کارونه په ټپه ودرېدل، همدغو د دين پتنګانو ښوونځي په اور وسوځل چې په کې قران شريف او نور مبارک کتابونه هم موجودوو. 



پښتانه واليان، قوماندانان او نور چارواکي همدغو وسلوالو طالبانو ووژل، ښکلى کندهار، زرغون هلمند، ښايسته زابل، ارزګان او نيمروز يې د ځانمرګو بريدونو ډګر وګرځاوه. ايا دا کفار يوازې جنوبي ولايتونو ته راغلي؟ که تاسې د اى، اس، اى په لاس لوبېږئ او د بل په اشاره دين ګټئ؟



که د کابل اوسنۍ ورځپاڼې چې د شمال ټلوالې يا پرديپالو له خوا خپرېږي ولولئ وسلوال طالبان د پښتنو اصلي استازي ګڼي، حال دا چې دغو استازو په لومړي سر کې د خپلو بېوزلو خلکو سرونه پرې کړل، پوست يې کړل او لا يې په دې تورنوي چې تاسې د کفارو ملګرتيا کوئ.



په پښتنو کې يې د سر اصلي خلک ووژل، نه قومي مشر ځنې پاته شو، نه د دين عالم، نه منځلاري ملايان، نه پوهان او نه هم هغه کسان چې په يو څه پوهېږي او سترګور دي.



د دين پتنګانو نه پر جنرال دوستم حمله وکړه چې د خپلو وژل شويو ملګرو غچ ځنې واخلي، نه يې د يونس قانوني پر موټرو ځان وچووه، چې د امريکا د يرغل پر وخت يې له امريکايي طيارو څخه د درنو او غټو بمونو د استعمال نارې وهلې او نه يې پر رباني کوم ټک وکړ، چې د واکمنۍ په وخت کې يې طالبان له څومره ستونزو سره مخ شول.



اسلام يې هغه شعار ګرځولى چې هرڅه دوى کوي،ورته سم ښکاري او په ټوله نړۍ کې يې د اسلام او مسلمانانو رنګ بد کړى. وسلوالو طالبانو يوه ورځ د بداخلاقيو په تور څوک اعدام نه کړ، په دې تور د کار خلک اعداموي چې ګواکې بهرنيانوته يې جاسوسي کوله. 



ورځ په ورځ د دې ورانکارې ډلې لمن پښتني سيمو ته غزېږي او د پښتنو ټول نسل يې په خارجيانو ختم کړ. حال دا چې موږ شاهدان ياستو چې په دې برخه کې په خپله خارجيان څومره د طالبانو مرسته کوي، په غزني، زابل او وردګو کې د بهرنيانو طيارې کښېني طالبانو ته موټرسايکلونه، وسلې، خواړه او نور تجهيزات ورکوي، چې په دې ډرامه په خپله جمهور رئيس هم خبر دى، خو دا ويده طالبان به کله راويښېږي او کله به دغې مرموزې ډرامې ته دپاى ټکى ږدي؟؟



د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د پښتنو ټول ښوونځي وتړل شول، خو هلته دهزاره وو ښوونځي خلاص دي چې هېڅوک يې معلم نه ګواښي، زده کوونکي نه ګواښي او ستونزه نه ورته پېښوي.



له هرات څخه تر کابله پورې شا و خوا پنځوس زيات پلونه الوزول شوي، چې مسووليت يې هم طالبان پر غاړه اخلي، ايا څوک له دوى څخه دا پوښتنه نه کوي، چې دغو پلونو څه ګناه کړې ده؟ څوک ګټه ځنې اخلي؟ که کافران سبا له دې ملک څخه وځي پلونه او سړکونه به ولس ته پاته وي.



طالبان بايد پوه شي چې په جنوبي ولايتونو کې خلک له بېرې ورسره ولاړ دي او خبرې يې مني، که چېرې ولس وس پيدا کړي د سوټيو په زور به يې له خپلو سيمو وباسي، دولت هم د ولس د ساتنې لپاره کومه ځانګړې برنامه نه لري، داسې پوليس هم په دغو ولايتونو کې فعال چې له وسلوالو طالبانو سره پوره اړيکې لري، د بېلګې په توګه سړى د کندهار په امنيې قوماندانۍ کې وروستي دوه ځانمرګي يادولاى شي چې پوليسو وکړل.



تر ټولو بداخلاقه خلک، قاتلين او لواطتکاره د پوليسو په ليکو کې ولاړ دي، چې د شپې دريشي باسي غلاوې کوي او د ورځې بيا د پوليسو په ليکو کې ولاړ وي.



وسلوال طالبان خلکو ته کوم ځانګړى بديل پروګرام نه لري، که دوى واکمن هم شي څه به کوي؟ څه تغييرات به راولي؟



د طالب مشرانو کورونه چې په کوټه کې دي او ځينو ته يې نامعلومو لاسونو لوکس کورونه ورکړي، ايا په دې پوهېږي چې دوى څه کوي؟ اسلام څه وايي او د دوى دابېړۍ  کوم منزل ته روانه ده؟ يو وخت خو د وسلوالو طالبانو په ليکو کې ځينې روشن فکره کسان هم وو، هغوى ولې غلې دي؟ 
په دې هيله چې دا ويده طالبان چې د بېلابېلو شعارونو او جذبو شور يې په سر کې دى ويښ شي او خپل اصلي دښمنان وپېژني، نور پر پښتنو او پښتني سيمو دا لګېدلى اور مړ کړي.