کور / ترخې خبري / د کندهار چارواکي خبريالان سپکوي!

د کندهار چارواکي خبريالان سپکوي!

که څه هم په عمومي توګه په ټوله حوزه کې چارواکي له خبريلانو سره بد چلند کوي، خو په دې وروستيو کې دا ستونزه په کندهار کې عامه شوې ده. کله يې چارواکي خپلې يوې رسمي غونډې ته وروبولي خو د غونډې د سالون په خوله وسلوال کسان د خبريالانو مخې ته درېږي او دننه يې نه ورپرېږدي. کله يې د تالاشۍ په نامه دومره په عذابوي چې ځينې خبريالان اړ شوي له دغسې ځينو غونډو سره بايکاټ وکړي او هېڅ يې خبر وانخلي.


کندهار ته د نوي امنيه قوماندان په راتګ سره د خبريالانو شکايتونه خورا زيات شوي دي، که څه هم د خبريالانو يوه ډله د کندهار والي ته ورغله او داستونزه يې هغه ته هم ياده کړه خو والي په دې برخه کې هېڅ هم ونه کړل. معلومه نه ده ځينې امنيتي چارواکي ولې د حقيقت له خپرېدو بېرېږي او له مطبوعاتو سره په برخورد نه پوهېږي.


د اوسني قوماندان په نسبت سيد اغا ثاقب ډېر ښه و، که يې معلومات نه لرل يا به يې معلومات پوره نه وو، د خپلو معلوماتو تر پوره کولو وروسته يې خبريالانو ته ورکول. اوسنى قوماندان هم دا هم نه کوي.


خبريالان چې کله اوسني امنيه قوماندان ته زنګ هغه نه يوازې معلومات نه ورکوي، بلکې کله کله د ښکنځلو تر حده الفاظ ورته کاروي او خپل ټليفون بندوي. په کندهار کې د بيان ازادي هيڅ کوم خاص مفهوم نه لري، خبريالان خو ددې لپاره نه دي چې چارواکي يې په دې ډول سپک کړي. دا د چارواکو مسووليت دى چې خپل معلومات له نورو سره شريک کړي، په محرمو معلوماتو يې خبريالان کار نه لري.


د افغانستان د اساسي قانون له مخې دا چارواکو مسووليت دى چې کره او دقيق معلومات مطبوعاتو ته په اختيار کې ورکړي، دا بيا د خبريالانو مسووليت دى چې دا معلومات په بېطرفۍ سره خپاره کړي، خو کله چې په يوه راپور کې د چارواکو رد يا تاييد نه وي، خبريالان يې په خپل سر نه شي خپرولاى. 


موږ د افغانستان له کورنيو چارو وزارت، د ولسمشر کرزي له مطبوعاتي دفتر او نورو ارګانونو څخه هيله کوو، چې يا دې د کندهار اوسنى امنيه قوماندان ته په دې برخه کې لارښوونه وکړي، يا دې داسې کس د ولايت او قوماندانۍ دوياند په توګه وټاکي چې هم له مطبوعاتو سره انساني چلند وکړي او هم پوره معلومات او په خپله دايره کې صلاحيت ولري.