کور / اسلامي / واتيکان او اسلامي پوهان پر مذهبي اړيکو ږغيږي

واتيکان او اسلامي پوهان پر مذهبي اړيکو ږغيږي

پاپ د اسلامي پوهانود يو ليک له ترلاسه کولو څخه شپږ اونۍ وروسته چې دمسحيانو او مسلمانانو ترمنځ د اړيکو پر پياوړي کولو ټينگار کوي د مسلمانانو استازي د خبرو لپاره واټيکان ته وربللي دي .

واتيکان د کاتوليک عيسويانو مزهبي مرکز


اسلامي کنفرانس د اسلامي هيوادونو د غونډو مرکز


 


 


 


 


 


 


 


د سعودي،


مصر، ايران، عراق ، اردن او همدارازد امريکا او اروپا د ١٨٣ تنو اسلامي پوهانو يوليک پاپ ته د اکتوبر د مياشتې په پيل کې استول شوى وو په ليک کې راغلي دي چې مسلمانان او مسيحيان د نړۍ نيمايي برخه وگړي جوړوي .


ليک کاږي چې ددغو دواړو مذهبي ټولنو ترمنځ له سولې او رښتنولۍ پرته به په نړۍ کې اغيزمنه سوله نه وي .


پاپ د اردن شهزاده غازي بن محمد ته چې يو له لاسليک کونکو څخه دى ددغه وړانديز لپاره د زړه له کومي مننه څرگنده کړه .


پاپ بيندکت وويل: ((زموږ داختلافاتو د له پامه غورځولو پرته ،موږ کولى شو، ددې لپاره بايد هغه څه ته چې زموږ يووالى دى وگورو،مانا پر يوه خداى باور لرل.))


پاپ وويل دى ډير خوښ دى چې له شهزاده سره يې په واټيکان کې په گډه د اکتوبر دليک د لاسليک کونکو له ډلې سره يو ځاى وليدل.


هغه په مذهبي چارو کې د ټولواک عبدالله ځانگړى سلاکار دى .


نوموړي وړانديز وکړ چې کاري ناسته دې دمذهبونوترمنځ دواټيکان دډيالوگ د څانگې او د مسلمانان د پلاوي ترمنځ پلان شي.


په تيرو کلونو کې ډير وخت پاپ بيندکت هڅه کړې چې داسلامي نړۍ او کاتوليکې کليساترمنځ اړيکي پياوړي کړي.


پاپ تيرکال جرمني ته د سفر پر مهال د اسلام او تاوتريخوالي په اړه ځينې څرگندونې کړې وې چې مسلمانان يې په ډيرو هيوادونو کې خوابدي کړل.