کور / تازه خبرونه / امریکا ته د ملا محمد عمر خبردارﺉ

امریکا ته د ملا محمد عمر خبردارﺉ

رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی د طالبانو مشر ملا محمد عمر په خپل هغه پیغام کی چی د کوچني اختر په مناسبت یې خپور کړﺉ ، امریکا او ناټو ته ویلي چی د افغانستان څخه ووزﺉ که نه د شورویانو په برخلیک به مبتلا سی . دا پیغام چی په ګڼو ویب پاڼو کی راغلی امریکا او ناټو ته مشوره ورکوی چی « د خپل اشغال غلطې فیصلې ته مو متوجه اوسی ، او د خپلو ځواکونو د ژغورنده ایستلو په لټه کی سی . » ده زیاته کړه چی طالبان په نړۍ کی هیچا ته هم څه خطر نه دﺉ . ملا محمد عمر خبر دارﺉ ورکړ چی که تاسو خپلي دغه نیوني ته پایښت ور کړی نو « د پخواني شوروی اتحاد غوندی به د نړۍ په هر ګوټ کی مات سی . » رویټر زیاتوی چی لویدیځ حکومتونه دا ډول څرګندوني او وړاندیزونه هیڅ په باک هم نه راوړي .