کور / تازه خبرونه / القاعده پر پاکستانی مشرانو سخت انتقاد وکړ

القاعده پر پاکستانی مشرانو سخت انتقاد وکړ

اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د القاعده لخوا په یوه تازه ویډیو کی چی نن د هغوی په ارتباطی سایټونو کی خپره سوه ، د پاکستان مخکني او فعلی مشران د اسلام سره د بی وفایی په تور سخت ترټي . په دغه یو ساعته ویډیو کی یو ناپېژندل سوﺉ القاعده وال په اردو ژبه ږغیږی او پر پاکستانی ولس د فاسدو حکومتونو پر ضد د جهاد او وسله اخیستو ږغ کوی . پاکستان د امریکا د سخت فشار په نتیجه کی د دوو میاشتو راهیسی د القاعده او طالبانو پر ضد د پولی پر اوږدو پوځی عملیات جاری ساتلي دي . دا لومړی ځل دﺉ چی د القاعده والو لخوا په اردو ژبه یو ساعته ویډیو کیسیټ خپریږی .