کور / تازه خبرونه / د امنيت په شورا کي د مسلمانانو د غړيتوب غوښتنه

د امنيت په شورا کي د مسلمانانو د غړيتوب غوښتنه

د امنيت په شورا کي د مسلمانانو د غړيتوب غوښتنه  


انډونيشيا د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کي يوه چوکۍ و مسلمانانو ته غوښتې ده .  


خبري اژانسو خبر ورکړ چي د انډونيشيا دبهرنيو چارو وزير ښاغلي حسن ويرا جودا دملګرو ملتو په کلنۍ عمومي غونډه کي د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په تشکلاتي برخه کي د اصلاحاتو  ږغ  را پورته کړی  او غوښتي يې دي چي  په دی شورا کي  بايد يوه چوکۍ د مسلمانانو په اختيار کي  ورکول شي . هغه ويلي دي چي د نړۍ يو مليارډ او سل ميليونه مسلمانان په دې شورا کي د استازيتوب  پوره وړتيا لري .  


د انډونيشيا دبهرنيو چارو وزير د امنيت په شورا کي د امريكې، روسيې، چين، فرانسې او انگليس  غړيتوب اود ويټو د حق په باره کي زياته کړېده  چي که په رشتيا غوښتل کيږي د امنيت شورا دي واقعاً يوه ډيموکراټيکه  صبغه ولري نو په دې شورا کي  د نړۍ مسلمانان هم بايد غړيتوب ولري او نور اجازه ورنکړل شي چي ددې شورا دائيمي غړي دي د خپل ويټو د حق نه  سؤ استفاده وکړي او هغه  دي د يوه مخه فلج کړي .