کور / تازه خبرونه / د یو افغان پولیس لخوا یو امریکایی عسکر ووژل سو

د یو افغان پولیس لخوا یو امریکایی عسکر ووژل سو

اسوشیټیډ پریس د کابل څخه خبر ورکوی چی د پولیسو په یو ماموریت کی یو افغان پولیس پر امریکایی پوځیانو ډزي وکړې او یو امریکایی عسکر یې وواژه او څو نور یې زخمیان کړل . دا پېښه په پکتیا کی هغه مهال رامنځ ته سوه چی امریکایی پوځیانو څو شکمن جنګیالي تر نیولو وروسته دغه تاڼې ته راوستل خو هلته له مخکی څخه یو حاضر پولیس پر دغو امریکایانو ډزي وکړې او یو امریکایی پوځي یې ووژﺉ . د دې ډزو علت تر اوسه معلوم نه دﺉ . د پکتیا د پولیسو قوماندان جنرال عصمت الله علیزي په تلیفون کی اسوشیټیډ پریس ته وویل چی « بلې هو ، دا پېښه منځته راغله » .