کور / خبرتیا او پيغامونه / د اسلامي حزب د مشر ( حکمتيار) د مبارکۍ پيغام

د اسلامي حزب د مشر ( حکمتيار) د مبارکۍ پيغام


بسم الله الرحمن الرحيم


د اختر مباركي


گرانو هېوادوالو!


زما د ايمان او عقيدې وروڼو او خويندو!  السلام عليكم و رحمة الله و بركاته


انجنير ګلبدين حکمتيارد كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعا كوم چي الله تعالى زموږ روژې، لمونځونه، دعاگاني، هجرتونه، جهادونه، شهادتونه او نور عبادات قبول كړي، زموږ هېواد د پرديو له اشغاله آزاد كړي، له بهر نه تپل شوې جگړه، د پرديو سلطه، زموږ په كورنيو چارو كي د پرديو لاسوهني، بې امني، فقر، لوږه او د وېري او خوف حالت د تل لپاره پاى ته ورسوي او په آزاد او سرلوړي افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائم او تلپاتې سوله تأمين شي.


له دې فرصته په استفادې سره خپل خداى پال او مؤمن ولس ته څو عرايض لرم:


·           له دې دردناك حالت نه د وتلو لپاره يوازي يوه لار په مخكي لرو او هغه دا چي ټول ملت د يوه ستر اسلامي پاڅون لپاره ملا وتړي، صليبي اشغالگران د كمونيستو اشغالگرانو په څېر له خپل هېواده وتلو ته اړ كړي، د پرديو د لاس پوڅو، ملي خائنينو، وطن پلورونكو او جنايتكارانو سلطه د تل لپاره پاى ته ورسوي.


·           بايد دې ته متوجه وو چي مخكنۍ ترخې تجربې بيا تكرار نشي، داسي نه چي بهرني ځواكونه وباسو خو د دوى لاس پوڅي په اقتدار كي پاتې شي او يا د اشغالگرانو په ضد د آزادۍ جنگ د كورنۍ جگړي بڼه غوره كړي، همغسي لكه چي د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته وشول، دښمنان په دې وتوانېدل چي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو د مخنيوي لپاره شمالي ائتلاف جوړ او د بهرنيو فوځونو پرونى جنگي مأموريت د وطن پلورونكو دغه ائتلاف ته وسپاري.


·            كه هغه مهال ټول ملت خطر ته متوجه شوى وى، د حزب اسلامي د هغه اسلامي دريځ او كلك مقاومت ملاتړ ئې كړى وى چي د دغي بين المللي توطئې په ضد ئې غوره كړ او شمالي ائتلاف ئې داسي پړاو ته ورساوو چي نور نو د حزب اسلامي په وړاندي له مقاومت نه عاجز شو، كه هغه مهال طالبانو د كابل له ائتلافي ادارې سره ملگرتيا نه وى كړې او له شا نه ئې پر حزب بريد نه وى كړى؛ بلكي د حزب اسلامي د مخلصو مجاهدينو په ليكو كي تنظيم شوي وى، نو د شمالي ائتلاف ټغر به د تل لپاره ټولېدو او جگړه به تل لپاره پاى ته رسېده، نه به وروستۍ خونړۍ پېښي رامنځته كېدې، نه به جگړي دوام كاوو او نه به د صليبي ځواكونو راتلو ته لار آوارېده.!! دا په داسي حال كي چي حزب اسلامي د شمالي ائتلاف په ضد د طالبانو د جگړي په دوران كي نه يوازي له طالبانو سره د جگړي لار غوره نه كړه؛ بلكي خپلو مجاهدينو ته ئې وويل چي د دوى مرسته وكړي، د امريكايانو د يرغل په مهال حزب اسلامي د جهاد اعلان وكړ، له ټول ملت نه ئې وغوښتل چي جهاد ته ملا وتړي، طالبانو ته ئې وويل چي راشئ د دښمن په ضد گډه متحده جبهه پرانېزو، خو متأسفانه د دوى مشرانو په داسي حال كي له دې وړانديز سره توافق ونه كړ چي د دوى د كابل شورى او په شمال كي د دوى د قومندانانو شورى د آراوو په اتفاق سره دا غوښتنه كړې وه او د متحدي جبهې په اړه ئې د حزب اسلامي له طرحي سره موافقه ښودلې وه!!


·           موږ نن هم ټولو هغو خواوو ته چي د هېواد خپلواكي او آزادي غواړي وايو چي راشئ د دښمن په ضد گډ دريځ غوره كړو، په گډه مقاومت ته دوام وركړو او متحده اسلامي جبهه جوړه كړو، داسي چي هم مو د دښمن په ضد موقف يو وي، هم د بحران د حل په اړه زموږ طرحه او هم د افغانستان د راتلونكي نظام په ارتباط زموږ نظر يو وي، ملت ته اطمئنان وركړو چي د بهرنيو ځواكونو له ايستلو وروسته به ستاسي د خوښي اسلامي حكومت قائمېږي، قدرت به هغه چا ته سپارل كېږي چي ملت پرې اعتماد كوي، اسلام ته متعهد وي، له خدايه وېرېږي، پر ملت ترحم او زړه سوى لري او د پرديو د وسلو او پيسو په زور پر ولس د حكومت كولو هڅه نه كوي.


·           دا د ملت او د ملت په درد د ټولو دردمندو افغانانو ديني وجيبه ده چي د صالح او مؤمنو مجاهدينو ملگرتيا وكړي،  ناپاك، بدديانته، وطن پلورونكي، جنايتكاران او ملي خائنين تجريد كړي، له دوى نه د الله تعالى په وړاندي خپل قطعي او دائمي برائت اعلان كړي، هغه څوك په كلكه ورټي او خپل ټول تعلقات ورسره وشلوي چي د دغه لاس پوڅي حكومت ملگرتيا كوي، هغه كړۍ د خداى، دين، وطن او ملت دښمنان وگڼي چي د پرديو په خدمت كي دي، پرون د روسانو په خدمت كي او نن د امريكايانو تر قومندې لاندي له خپل ولس سره جنگېږي، افغانان بايد د هغه چا له ملگرتيا ډډه وكړي چي د مجاهدينو د يووالي او وحدت مخالفت كوي، او اقتدار ته د رسېدو لپاره حتى له مسلمان سره هم له جگړي ډډه نه كوي،


·           ملت بايد په دې پوه شي چي كه پر الله تعالى توكل وكړي، د جهاد لپاره ملا وتړي او د يوه واقعي اسلامي حكومت د جوړولو لپاره پاڅي؛ نو قدير خداى به دغو سپېڅلو موخو ته د رسېدو توفيق وركوي، امريكا به د شوروي په برخليك اخته كېږي، هېواد به ئې آزادېږي

 او د دوى د خوښي اسلامي حكومت به جوړېږي، نه بهرني ځواكونه د دوى د مقاومت په وړاندي تر اوږدې مودې تم كېدى شي او نه د دوى ذليل مزدوران او هغه كړۍ چي د پرديو د وسلو او پيسو په زور او له ولس سره د جگړي له لاري غواړي پر افغانستان  حكومت وكړي.


·           د اسلام د لاري مخلصو مجاهدينو ته په كار ده چي خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته واړوي، په چريكي جنگونو، كمينونو، د دښمن گزمو او كاروانونو ته په بمونو اېښودلو تركيز وكړي، نه په نورو جبهو كي ځان مصروف كړي او نه په نورو كارونو كي خپل امكانات ضايع كړي، بايد مطمئن وي چي په همدې سره كولى شي دښمن له پښو وغورځوي او له ماتې سره ئې مخامخ كړي. دوى بايد له هغو كسانو نه د خداى او ولس په وړاندي په مكرره توگه او په واضح الفاظو خپل برائت اعلان كړي چي بې گناه خلك وژني، په جوماتونو كي انفجارات كوي، مدرسې او مكتبونه ورانوي، ملايان او معلمين وژني او د پيسو لپاره خلك او د دوى زامن تښتوي، ملت بايد پوه شي چي دا كار مجاهدين نه بلكي دښمن، د دوى افغاني مزدوران، جنايتكاران، غله او مفسدين كوي، په دې موخه چي مجاهدين بدنام كړي.


·            إن شاء الله د بري ورځ نږدې ده، الله تعالى به زموږ د شهيدانو، غازيانو، مجاهدينو، مهاجرينو، كونډو، يتيمانو، مجروحينو او ربړول شوو بنديانو آرمانونه ترسره كوي، مقاومت به بري ته رسي، او په آزاد او خپلواك افغانستان كي به د مجاهدينو په لاس اسلامي حكومت قائمېږي، د هغي ورځي د رارسېدو په هيله؛


ژوندي دي مجاهدين




سرلوړي دي وي افغانان


آزاد او خپلواك دي وي افغانستان


مړه دي وي د اسلام دښمنان او د دوى ذليل لاس پوڅي


   


حكمتيار


افغانستان


عيدالفطر 1429هـ ق