کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان ولسمشر ، ولسي جرګې او مشرانو جرګې پيغامونه

د افغان ولسمشر ، ولسي جرګې او مشرانو جرګې پيغامونه

دکوچني اختر درارسيدو له امله دحامد کرزې دمبارکي پيغام

نیټه : Sep 29, 2008
كتكگوري : General
منبع : BNA

دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوررئيس حامدکرزي له خوا دايران د جمهوررئيس ، دپاکستان د جمهوررئيس اوددغه هيواد دصدراعظم ، دفلسطين ددولت درئيس ، دسوريي د جمهوررئيس دمراکش دباچا اوصدراعظم ،  دالجزايردخلکو ددموکراتيک جمهوريت د جمهوررئيس ،دهاشمي اردن دباچا ، دلبنان د جمهوررئيس اوصدراعظم ، دلبيا العظمي دعربي ملت داشتراکيه جمهوريتونو دانقلاب  دمشراوصدراعظم ،. دترکيي  دجمهوررئيساوصدراعظم ، دسوډان د جمهوررئيس .، ديمن دجمهوررئيس اوصدراعظم ، دقطر ددولت  دميراووليعهد، دعمان دسلطان ، دمصر دعربي  جمهوريت دجمهوررئيس ،  دبحرين دباچا ، دبروناي دباچا ، دمالديو د جمهوررئيس ، داندونيزيا د جمهوررئيس ، دماليزا دصدراعظم ،  دتونس  جمهوريت  دصدراعظم اودکويت دصدراعظم په نامه دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدو له امله ددغوهيوادونومرکزونوته دمبارکي جلاجلاپيغامونه ليږل شوي دي .په پيغامونو کي ددډيرو ښو مبارکيو اوهيلو دمراتبو دڅرگندولو په ترڅ کي  ددوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندي ټينگارشوي دي. 






دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدوله امله دمشرانو جرگي دمبارکي پيغام .

نیټه : Sep 29, 2008
كتكگوري : General
منبع : BNA

دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانو جرگي رئيس اداري هيات اوغړي دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدوله امله دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررئيس حامدکرزي ، دملي شورا غړو دستري محکمي رئيس اوغړي ، دکابيني غړو، لوي څارنوال ، دملي اردو ، پوليسو اودملي امنيت جنرالانو اومنسوبينو، ددرنو شهيدانو کورنيو اومعلولينو  ماشومانو ، ځوانانو، گرانو ميندو مهاجرينو اوپه بهرکي افغانانو اودافغانستان ټول مومن اومسلمان ملت اودنړي ميشتو مسلمانانو ته اوهغوکسانو ته چي له ديني ارشاداتو سره سم دروژي مبارکي ورځي په عبادت  ، تقوا او اخلاص سره تيري کړي دي مبارکي وايي اودلوي خداي  ج له دربارڅخه هيله کوي چي ددغه بختوراختر په برکت  زموږ دهيواد له جگړي اوبربادي څخه وژغوري اوپه افغانستان اونړي کي سوله، ترقي، عدالت اوگډژوند ټينگ کړي .مشرانو جرگه هغو ټولو کورنيو ته چي په ځانمرگو بريدونو اوبي رحمانه هوايي بمباريو کي يي خپل عزيزان له لاسه ورکړي دي داختر ځانگړي پيغام اودخپلي خواخوږي مراتب وړاندي کوي اودلوي  خداي (ج ) له دربارڅخه ددغو پيښو قربانيانو ته دفردوس جنت  هيله کوي . 






دنيکمرغه ګوچني اختر په درناوي دولسي جرگي دمبارکي پيغام.

نیټه : Sep 29, 2008
كتكگوري : General
منبع : BNA

ولسي جرگه دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدو له امله دافغانستان مومنو اومسلمانو خلکو ته اودنړي ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي هيله لري دروژي دمبارکي مياشتي اوداختر دنيکمرغه  ورځو په برکت اومرسته زموږ  له  هيواد څخه دجگړي اوماتم تور ټغر ټول شي  اودافغانستان په ربړيدلي  اومصيبت ځپلي هيواد کي سوله ، امنيت او ورورولي ټينگه شي .