کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر ټول مخالفين يوځل بيا سولي ته راوبلل

افغان ولسمشر ټول مخالفين يوځل بيا سولي ته راوبلل

د تلې نهمه ، د پژواک خبري اژانس څخه په ډيره مننه


 


ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په لومړى ورځ  ( دتلې ٩مه ) ،  د ملاعمر په ګډون ټول وسلوال مخالفان يوځل بيا سولې ته راوبلل او هغوى ته يې ډاډ ورکړ .


 


 کرزي ، چې په ارګ کې يې د اختر د لمانځه له اداکولو وروسته خبريالانو سره خبرې کولې ، د طالبانو مشر ملا عمر ته په خطاب کې وويل :


   ((راشئ خپلې خاورې ته  ! خپل وطن اباد کړئ ،خداي مو دې راولي ، له بهرنيانو مه ويريـږئ، ددوى په مقابل کې به زه درېږم، څو تاسو ته زيان ونه رسوي . ))


 


که څه هم ولسمشر د برتانوي رسنيو هغه خبرونه چې ګوندې د سعودي عربستان په منځګړيتوب د حکومت او طالبانو مذاکره روانه ده ، بې بنياده وبلل خو زياته يې کړه :


 


   (( ر ښتيا خبره داده چې د څوکلونو راپدېخوا مو دسعودي د پاچا خادم الحرمين الشريفين ملک عبدالله بن عبدالعزيز څخه غوښتي چې  په افغانستان کې دسولې د را وستلولپاره هلې ځلې وکړي .))


 


د اختر په   لمانځه کې له ولسمشر سره يو شمېر جهادي مشرانو  ،دکابيني ،   ملي شورا او د پخواني  پاچا ( ملت بابا) د کورنۍ ځيني  غړيو هم ګډون کړي وو  .


 


ولسمشر کرزي ،  ټولو هېوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وويله او د افغانستان او پاکستان خلکوته يې د آرامۍ غوښتنه وکړه.


 


ولسمشر ، په نننيو خبرو کې همدارنګه  د کندهار د  ښځينه پوليسو دوژل شوې مشرې ملالۍ کاکړ يادونه هم وکړه او د هغې وژنه يې يو ناځوانمردانه کار وباله .


 


 حامد کرزي د خبرو په پاى کې د هېواد  ټولو شهيدانو او په ځانګړې توګه د ملي پوليسو او ملي اردو  وژل شويو سرتېرو ته دعا وکړه او دوى يې د هيواد د دفاع د لارې قربانيان وبلل .