کور / خبرتیا او پيغامونه / د طالبانو د مشر [ملا محمد عمرمجاهد]د مبارکۍ پيغام

د طالبانو د مشر [ملا محمد عمرمجاهد]د مبارکۍ پيغام

دنیکمرغه کوچني اخترپه مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنين پیغام


بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العالمین وصلوت وسلام علی رسوله الکریم وعلی اله واصحابه اجمعین

امابعد:قال الله تعالی {یاایهالذین امنوا ان تنصروا الله ینصرکم ویثبت اقدامکم }



ټول مسلمان امت، دافغانستان مجاهد ملت او په ځانګړي توګه دامريکاپه مشرۍ دناروا يرغل په وړاندي جنګيدونکو مجاهدينوته، د مبارکي روژي داداکولواو دنیکمرغه کوچیني اخترپه مناسبت مبارکي وایم الله (ج) دي داورځ په مسلمان ولس په سرلوړي او خوښي تيره کړي .


زه لمړى ددې ستري ديني ورځې په اړه دخپل پيغام په ترځ کي ټولو هغو کورنيوته چې غړي يې دنړيوال وحشي يرغل په ظالمانه بريدونو کي شهيدان شوي خپل تعذيت او تسليت وړاندي کوم په ځانګړي ډول هغو سلګونو کورنيوته چې دهيواد په شرقي سيمو ،هلمنداو دهرات ولايت دشنډنډ په ولسوالي کي دوحشي او ظالم دښمن په بې رحمانه هوايې بريدونوکي په ډله ایزشکل له خپلو سلګونو قريبانو بې برخي شول .
 
دوى ته دالله رب العزت له ستردربارنه دجميل صبر او اجر غوښتنه کوم او ځان ورسره په دې وير او ماتم کي شريک ګڼم .


زه دهيواد ټولو غمجنو کورنيوته ډاډ ورکوم چې ستاسي بي ګناه ويني به ضرور رنګ راوړي،ستاسي دعزيزانو مظلومې ويني که زموږ او ستاسي مغرور او بي رحمه دښمن ته هرڅومره بې ارزښته دي،خو دالله ج په حضورکي يې ډيرزيات قدرشته او الله به دهمدې وينو په بدله کي زموږ يرغلګر دښمن ناکام او شرمنده کړی اوالله رب العزت به مودهمدي سپیڅلیوقربانیوپه بدله کي په سپيڅلي عادلانه اسلامي نظام ونازوي۰


وماذالک علی الله بعزیز خو ټول افغانان او دسيمي مسلمان ولسونه بايد په دې حقيقت وپوهيږي چې زموږ دخاورې او عقيدې ګډ دښمن ترهغو له موږ او تاسو څخه نه راضي کیږي ترڅو چې په پوره ډول ددوۍ غلامي قبوله نکړو د دوۍ له غلامي نه دخلاصون يوازنۍ لاره قران کريم ښودلې ده، چې هغه دخپل حريم او دين دساتني په موخه دوسلوال جهاد او مبارزې حکم دی .
 
زموږ په هيواد کي اوسني حالات دالله تعالى دنصرت څرګنده شاهدي وايې، هغه امريکا چې دخپلې پرمختللې ټيکنالوژي په مټ يې دماتي تصور هم نه کولو اوس هره ورځ دخپلو عسکرو جنازې استقبالوي او له سختو ځاني او مالي تلفاتو سره مخامخ دي، څوکاله وړاندي چا داسي فکر هم نشو کولاى چې امريکا او ملګري به يې په افغانستان کي له دومره شدیدمقاومت سره مخامخ کیږی چي نن دامریکاجمهوررئیس اووزیران یي دسوال کچکول په غاړه پرهیوادونوګرځي اودافغانستان دپاره
دپیسو،وسلواوپوځونودرویزه کوي ۰ښه لاداچي څوک مثبت ځواب هم نه ورکوي .


داحقيقت موږ ته ددې الهام راکوي چې که موږ په خپل دريځ ټينګ ودريږو، پرخپل رب بروسه ولرو او پخپلو منځوکي متحد او يو اواز اووسو نو ډير ژربه يرغلګر له سيمي نه تيښتي ته اړشي چې دا پړاو اوس ډير رانژدې ښکاري
يرغلګر چې زموږ خاوري ته دمجاهدینودله مینځه وړلو،داسلامی قایدینودنیولو،په اسیاکي دځان دپاره دیوي خوندي اډي دپیداکولو،دمرکزي اسیاپه زیرمودخیټي اچولو،باطلوادیانوته درشدورکولواو۰۰۰په هیله راغلي واو په تيرو(٧) کلونو کي په خپلو اهدافو کي بريالي نشول نو سل کاله نورهم نشي بريالي کيدلاي ،ځکه چې اوس ولسي مقاومت يوه رښتينې بڼه غوره کړې او ددې مقاومت مخنيوى دهري ورځي په تيريدو ناممکن ګرځي چې پدې حقيقت پخپله يرغلګرو هم باربار اعتراف کړي دى .


موږ يرغلګروته وايو چې تاسو چې لمړي دخپلي ټيکنالوژي په زور مغروره وۍ او پرته له کوم تفاهم او معقول دليل نه مو مخامخ زموږ پرحريم يرغل وکړ اوس دحالاتو نزاکت ته په کتلوسره دخپل ناروا يرغل پر ناسمه پريکړه نظر ثاني وکړئ او دخپلو قواوو دويستلو لپاره مصئونه لاره ولټوئ .


که تاسو زموږ خاوره پريږدۍ نوموږ تاسوته دوتلو لپاره معقوله زمينه برابرولاى شواوخپل هغه دریځ یواربیاتکرارووچي موږپه نړۍ کی چاته ضررنه یو ترڅو ستاسي هغه جعلي انديښنوته هم دپاي ټکي کيښودل شي چې تاسو يې ديرغل لپاره بهانه ګرځوۍ او زموږ سيمه او خاوره هم ستاسي له بريدونونه په امان شي او که تاسو بياهم پرخپل يرغل ټينګار کوۍ نوله يوې خوابه په راتلونکي کي داسيمه له تاريخي ستونځو سره مخ وي،بل پلوته به تاسوهم دافغانانو دګزار په پايله کي دپخواني شوروي اتحاد په څير دنړۍ په ټولو برخوکي له ماتي سره مخ شي او ستاسي ديرغل د دوام تاريخي جنايت به په راتلونکي کي دنړۍ نورو نسلونوته هم دمنلو وړنه وي.


داوخت زموږ بي چاره هيواد دناروا يرغل له امله د”شهرناپرسان” بڼه غوره کړې دلسګونو هيوادونو فوځونه او په زرګونو داخلي وسلوال دپوليسو او اردو په نامه په هيواد کي ګرځي خوپه هيواد کي جينايي پيښو،بي عفتي، لوټ مار او دخلګو بې باوري هيواد په يو وحشي ځنګل بدل کړى چې نه دچا سراو مال خوندي دي او نه هم دچا عزت او ناموس خوندي دي .


داځکه چې خارجي ځواکونه زموږ دفرهنګ، عقيدې، ځمکنۍ بشپړتيا او طبعي زيرمو غله دي او داخلي پوليس او عسکر دهيواد والو دمال،عزت او ناموس غله دي نودملي او بين المللي غلو په واکمني کي به څوک څنګه دامن او ارامي توقع وکړي؟


دکوم دولت پوليس يا دامن ساتونکي چې دسيمي بداخلاقه،بي دينه، په نشو او تماشو ککړ اوله کورنيو شړل شوي خلګ وي نوهغه به دخلګود مال، عزت او عفت حفاظت څه ډول وکړي؟ پداسي حال کي چې دلوټ مار او بې عفتي په سلګونو پيښو کي دپوليسو پر ککړتيا او لاس لرلو پخپله دکابل موجوده ادارې باربار اعتراف کړي .


زموږ ولس به له داسي نظام نه دخپلي خاوري دخپلواک هويت،ځمکنۍ بشپړتيا او دسرحداتو دساتني څه تمه ولري چې وزيران او واليان يې دشوکمارو ډلو مشران، نړيوال قاچاقبران او دنړيوالو مافياوو ايجنټان وي او يا هم ديرغلګرو هيوادونو داستخباراتو غړي وي؟


يرغلګرو چې په تيرو(٧) کلونو کي کوم نظام ټينګ نکړاى شو، نوربه يې هيڅ کله هم ټينګ نکړاى شي اونه به هم نور هغوۍ دخپلو مطبوعاتي تبليغاتو له لاري پرافغانانو په شربتو کي زهروڅښلاى شي .


ځکه اوس حالات مکمل بدل شوي چې پردغه بدلون يرغلګر پخپله هم اعتراف کوي.ټول مسلمان ولسونه داناري پورته کوي چي دى سیمي ته امن اوسوله هغه وخت راتلای شي چي يرغلګراواستعمارګرخپل ځواکو نه له دي سيمي وباسي اوس بايدله دغه ناورين څخه دنجات اوددي محکوم ولس دازادۍ دپاره نړيوال اوپه خاص ډول ګاونډي اودسيمي هيوادونه اخلاقازموږدمشروع اوبرحقي مبارزي ملاتړوکړي اونوردي په پټوسترګودام
ريکادسرزوري اوسرچپه سياست تايدنه کوي ځکه دنورودغلطوپالسيوتايدپه خپله يوه غلطي ده په پاي کي زه د روان مقدس جهاد ټولو غيرتمنو او ميړنو مجاهدينو ته پخپله روانه مبارزه کي داستقامت او وحدت بلنه ورکوم:


زما درنو مجاهدينو ورڼو!


ستاسي دشپې او ورځي دستونځمن ژوند په برکت ددښمن غرور مات شوى او ستاسي دسخت مقاومت له امله مسلمان امت نن په ځان کي دانتقام وړتيا احساسوي دا ډيره دوياړ او فخر خبره ده چې نن په نوره اسلامي نړۍ کي خلګ رنګارنګ نوې جامې اغوندي خو تاسو په سنګرونو کي دمرميو او بارودو په واسکټونو ځانونه ښايسته کړي، ځکه چې پرمسلمان امت د روانو حالاتو له تقاضا سره سم ديو خپلواک مؤمن لپاره ترټولو ښکلې او عزتمنده جامه هم داستاسي جامه ده .


زه يوځل بيا خپلې هميشنۍ توصيې تکراروم چې ددښمن په وړاندي دفولادو په څير ټينګ ودريږئ!خو دعامو خلګو او خپلوبې ګناه هيوادوالو په وړاندي له پوره احتياط نه کار واخلئ! په کومه پيښه کي چې عامو خلګوته زيان رسيزي ورنه صرف نظر وکړئِ!


ستاسي ټول عمليات بايد دالهي ارشاداتو او نبوي تګلاري په رڼا کي وي له شخصي، بيړنيو او جذباتي پريکړو نه دتل لپاره ډډه وکړئ! هرهغه عمل چې داسلامي احکامو سره سم نه وي اويا داسلامي تهذيب او مسلماني ټولني له شان سره مناسب نه وي اوستاسي دښمنان يي ستاسي په جامه کي ترسره کوي لکه په مساجدواوګڼ ميشته سيمو کي چاودني ،له لويولارودعامه خلکومالونه راګرځول،دمخالف په نامه دچاپوزه اوغوږونه پريکول چي اسلام ورته مثله اونارواعمل ويلي اوياهم ددیني کتابونه سوزول او دې ته ورته کارونو بايد په کلکه مخنيوي وکړي اوهرځوک چي زموږ له تشکيلاتو دباندي داسي بي مسئوليته حرکات کوي نوهغوۍ دي خپله څيره څرګنده کړي او زموږ مجاهدين دي نه بدنا موي .


ډيرځله پداسي کارونو کي زموږ ددښمنانو لاس وي ځکه خو مجاهدينوته دپوره احتياط او هوښياري نه کار اخستل پکار دي.


بله ضروري خبره داده چي زموږدښمن ددسيسوجوړولوابليسي استعدادلري اودخپل تاريخي فطرت سره سم دتيښتي په مهال يولړشيطاني دسيسي په کاراچوي چي مسلمانان له بري ورسته ډيرځله دداسي دسيسوښکارګرځي،تاريخ شاهددى چي مسلمانان هيچادتوري په زورندي مات کړى خوددښمن دسيسواوفريبونوډيرځله اسلامي نړئ له تاريخي ستونځوسره مخ کړي اوس هم دښمن کوښښ کوي چي مجاهدين په خپل مينځ کي اومجاهدين اوولس سره بيل اومخالف کړي .دوي داحربه په فلسطين کي وکاروله اونن يي فلسطيني مقاومت عملاتقسيم کړ.


په عراق کي يي دشعيه اوسني اختلاف ته لمن ووهله دولس اومجاهدينوترمينځ يي دبدګمانۍ اوبي اعتمادۍ شديدي هڅي وکړي اواوس غواړي چي هغه حربه په افغانستان اوسيمه کي هم په کارواچوي .


تاسوبه په خپل ټول توان سره ورته متوجه کيږي . خپلوملګرواوخپل ولس ته په خپلوزړونوکي ځاي ورکړي ترڅومو دښمن په خپلوشومواهدافوکي بريالۍ نشي .ددښمن هڅه داده چي مجاهدين په مختلفوځايونوکي په کوچينيواوغيرضروري اهدافومصروف وساتي ترڅودمجاهدينو اقتصادي اوپوځي توان مصرف اوبي ځايه اوبه شي . دي نقطي ته هم ښه ځيراوسۍ اوکوښښ کوۍ چي په دښمن باندي پريکنده اوکاري ګزارونه وکړي اوخپل اصلي ،بنيادي اوازلي دښمن ته زيات متوجه سۍ . دمومن اومجاهد ولس ديني عالمان اودرانه مشران دي کوښښ وکړي اوتيروتلي ځوانان دي له خپل مجاهدولس سره له جنګيدونکي غلامي مليشي اوغلامي اداري څخه راوباسي اوټول خلک دي پوه کړي چي په دي ناکامه اوغلامه اداره کي کارکول داسلام او وطن پرضددريدل دي. هسي يي دولس دتيراستلوپه خاطرپه اجيرو مليشودملي اردو،ملي امنيت اوملي پوليسونومونه ايښي دى .


په حقيقت کي دادملت اواسلام ضدلاس پوڅي اجيري مليشي دي چي نه ملي بڼه لري اونه هم اسلامي .


هغه مشران چي ځانونوته مجاهدين وايي اولاتراوسه هم دامريکايي اداري په څنګ کي ولاړدي زه يوځل بيابلنه ورکوم چي نوردي دخپل مجاهد ملت په مقابل کي دپرديو ترڅنګ نه دريږي .


دالله تعالى خاطردي وکړي اوپه خپله غلطه تګلاره دي دوام نه کوي نوردي دجهاد اومجاهد سپيڅلي کليمه دشخصي ګټواوجاه طلبي په خاطرنه بدناموي .رادي شي اودخپلومجاهدوورڼوپه څنګ کي دي ودريږي،دمخالفت اودمخالف صف له ډيرولودي لاس په سرشي اوځانونه دي ځيني جلاکړي .


په پاى کي دافغانستان له مجاهد ولس سره په څنګ کي دفلسطين اوعراق له شريفو ولسونوڅخه هم په کلکه غوښتنه کوم چي په واعتصموابحبل الله دي کلک عمل وکړي ،خپل مينځي اختلافات دي شاته وغورځوي. دبهرني، ظالم، مکار اوبي ر حمه دښمن په مقابل کي متفق اومتحدواوسي .


ديرغلګرو دبشپړه ماتې او دمجاهدينو دبشپړه بري په دعا


والسلا م
داسلام خادم اميرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد