کور / شعر / د اختر ډالۍ

د اختر ډالۍ

زما خيالونو کې ميشته پښتنو
زما په سترګو کې ليمه پښتنو
زه د اختر مبارکي وايمه
په ټول جهان خواره واره پښتنو
دغه خوښۍ دې وي ډالۍ تاسي ته
دژوند ډګر کې ازموده پښتنو
دګل ګيډۍ مې په سوغات ومنئ
دبڼ د ګلو نه ښايسته پښتنو
سوله خوښي دې وي ډالۍ تاسی ته
دتاريخ پاڼو کې درنه پښتنو
شپه مو برات ورځ مو اختر اخترشه
دنړۍ هر ګوټ کی ميشته پښتنو
زما لاسونه ددوعا نه ډک  دي
د(حفيظ )سترګو کې ليمه پښتنو
خوښي دې درشي کور په کور تاسي ته
سوله دې راشي په هر لور تاسي ته
دپښتنو خويندو دعا ده دغه
دمسافر زړه تمنا ده دغه


اختر راغلی دی
چا غلی غلی ويلو چې اختر راغلې دی
سوغات دګل ګيډۍ سره خبرراغلی دی
ماشوم زړه ليونې دګلولښته په خنداکې
نارې دخوښي وکړې چې دلبر راغلې دی
تازه ګلونه ږدمه په اوربل کې د ګلابو
خيالونه دزړه ښکارته په هنر راغلې دی
ياغي ليونی شوې دی دمينې ميخانه کې
ارمان يې ديدنونو ته د دلبر راغلې دی
تازه ګلونه غواړمه راوړه د ګلو باغ نه
نن بيا مې سره ګلابوته نظر راغلې  دی
ګلونه د انارته  دوکی  له باغه   راوړه
ما هم درته دمينې خوږ خبرراوړی دی
لاسونه مې سره کړي دي هم سترګوکې رانجه
اشنا تا چې سوغات نن داختر راوړی دی
شيرنه دحفيظ په افسانو کې به را ياد شئ
نن بياچې دفرهادتوره چې په سرراغلی دی


اختر اختر شي
زما په اوښکو لمبيدلې اختر
د مسافر زړه درديدلې اختر


د ارمانو ډيوه   لا تته سوزي
سپيره قسمت نه قهريدلې اختر
****
زه يې داوښکوپه سلګولمانځم
د زړه په پټو تلوسو نمانځم
وطنه ستاغيږه کې نه يم ځکه
دنګوماڼوکې په ويرو نمانځم
****
د اختر ورځی سهارونه نشته
هامازديګراو ماښامونه نشته
وطنه ستا دياد فرياد يم ځکه
ها دزيارت ميله ځايونه نشته
****
اخترنوروزدلته چوپتيا خوړلې
زماخوږ زړه وير او ژړا خوړلې
کومه ارمان ته يې اوس وژاړمه
تورماښامونه چې صبا ورک کړئ
****
شهيدان ډيرزيارت جنډۍ نه لري
ملالی هيلی مې  نغمی نه لري
د وطن ميندۍ مو ويرونه کوي
ناويانې کونډۍ شوې اثری نه لري
****
څوک دانګريز په پل قدم اخلي
څوک داسلام په نوم درهم اخلي
هغه ملاماتی ماشوم خير غواړي
مالدار په غيږه کې صنم اخلي
****
غريبان هم ډير ارمانونه لري
الله هم وايي چې دوې زړونه لري
يوڅه خيرات له جيبه اوباسئ نور
هر  مسلمان دغه فرضونه لري
****
خو ای زما د وطن ښکلي خلکو
پښتو، غيرت کې  نازولي  خلکو
دتورټوپک نه نورڅه نه جوړيږي
سوله موخپله کړئ ښاغلي خلکو
****
مونږه اسلام په نوم مذهب لرو
اختر برات ته يې  عقيدت لرو
راځئ چې وګورولعلونه په کې
مونږه اختر کې ډير عزت لرو
****
مرور درومې دپخلا په لوري
مين ديدن غواړي ليلا دلوري
زه مسافره هم دغه لاره څارم
که اختر راشي  داشناله لوري
****
زما په سترګو کې ليمه پښتنو
په ټول جهان خواره واره پښتنو
زه د اختر مبار کې وايمه
د ننګ ډګر کې ازموده پښتنو
****
خوښي دې راشي کورپه کورتاسوته
سوله دی راشي په هر لور تاسو ته
زه حفيظ تل دغه سوالونه کوم
اختر اختر شي دژوند لورتاسوته