کور / تازه خبرونه / پكتيكا: بمي چاودنې مرګ ژوبله واړوله

پكتيكا: بمي چاودنې مرګ ژوبله واړوله


د پکتيکا ولايت په سرروضه ولسوالۍ کې يوې بمي چاودنې پېنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
يو کرولا ډوله موټر چې د پکتيکا له ارګون ولسوالۍ څخه، د دغه ولايت مرکز ښرنې ته پر لار ؤ، د سرروضې ولسوالۍ د کوټنۍ په سيمه کې په يوه ځاى پرځاى شوي بم وربرابر شو او په پايله کې يو کس ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.
د پېښې يوه  ليدونکي وويل، چې په ټپيانو کې د دوو روغتيايي حالت هم نازک ؤ.
د سرروضې ولسوال دولت خان مخلص وايي، چې په موټر سوارو کې څلور د يوې کورنۍ غړي او د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسيدونکي وو.
ده وويل، چې ټپيان کسان د پکتيکا ولايتي بيارغونې روغتون ته وړل شوي دي.
په دې ولسوالۍ کې تېره ورځ د پوليسو په يوه موټر پسې چاودنه شوې وه، چې له امله يې د ځايي چارواکو په خبره يو پوليس وژل شوى او بل ټپي شوى ؤ.