کور / تازه خبرونه / خوست: د جاسوسۍ په تور دوه تنه ووژل شول

خوست: د جاسوسۍ په تور دوه تنه ووژل شول

خوست کې دوه تنه د جاسوسۍ په تور وژل شوي او په پکتيکا کې بمي چاودنې، پوليسو ته د سرزيان اړولى دى.
بل خوا وسله وال طالبان وايي، چې د خوست صبريو ولسوالۍ په نورۍ سيمه کې يې دوه تنه بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
د سيمې ولسوال ګل قاسم جهاديار دا پېښه تاييدوي او وايي، چې وژل شوي د پکتيا د بلخېلو سيمې اوسيدونکي دي.
د يوه بل خبر له مخې تېره ورځ ناوخته د پکتيکا ولايت په سرروضه ولسوالۍ کې د پوليسو په يوه موټر پسې بمي چاودنه شوې،  طالبان وايي، چې په دې پېښه کې يې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې خو ځايي چارواکي وايي، چې يو پوليس پکې وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.