کور / تازه خبرونه / پكتيا: وسله وال بريد بهرنيانو ته مرګ ژوبله واړوله

پكتيا: وسله وال بريد بهرنيانو ته مرګ ژوبله واړوله

په پکتيا کې د يوه وسله وال بريد پرمهال بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتيا د اريوب ځاځيو ولسوال ازادخان وايي، چې تېر ماښام د نوموړې ولسوالۍ د چوڼۍ سيمې په پوځي مرکز کې يوه افغان پوليس پر بهرنيو سرتېرو د ټوپک ډزې پيل کړې او په پايله کې يو بهرنۍ سرتېرى ووژل شو او يو بل ټپي شو.
د ولسوال په خبره وروسته بهرنيو سرتېرو پر پوليس ډزې وکړې او ځاى پرځاى يې وواژه.
په دې پېښه کې درې ملکي کسان هم ټپيان شوي، خو معلومه نه ده، چې د چا په ډزو؟.
د پکتيا يو بل چارواکى بيا وايي، چې په دغه پېښه کې څلور بهرني سرتيري ټپيان شوي، خو په جنوب ختيځو ولايتونو کې د ناټو مطبوعاتي دفتر هم د خپل يوه سرتيري وژل او يوه بل ټپي کيدل تاييد کړي.
ناټو دا هم وايي، چې دوى په متقابل بريد کې يو شمېر بريدکوونکي ټپيان کړي، خو نه يې دي ويلي، چې دا بريد د افغان پوليسو له خوا پرې شوى دى.