کور / تازه خبرونه / د ناټو درې پوځیان ووژل سول

د ناټو درې پوځیان ووژل سول

رویټر د امریکایی پوځ په حواله لیکی چی په سه شنبه درې بهرني پوځیان د افغانستان په جنوب کی د سړک د څنډی پر یو ماین د هغوی د نقلیه وسیلې د ختلو په اثر مړه سول . امریکایی پوځ واضح نه کړه چی دا پېښه چیری وسوه او وژل سوي پوځیان د کوم هېواد وو . رویټر په خپل یو بل خبر کی وایی چی برتانوی پوځیانو د هلمند په سنګین کی پر یو ملکی سړي باندی ټکان وکړل او هغه یې ځای پر ځای ووژﺉ . دوی ادعا کوی چی هغه زموږ کاروان ته نژدې تلی نو ځکه موږ د فدایی ګومان پر وکړ . د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون خپور کړ ، یو امریکایی عسکر د سپټمبر پر ۲۸ مه د افغانستان په ځاځی کی د دښمن د کمین نیولو په اثر ووژل سو . خبر نور توضیحات ور نه کړل ، خو ښایی دا هغه عسکر وی چی پرون یو افغان پولیس په ډزو وژلی و .