کور / تازه خبرونه / امریکا ښایی باالاخره پر پاکستان پوځی حمله وکړي

امریکا ښایی باالاخره پر پاکستان پوځی حمله وکړي

د امریکا « مک کلیچی » ورځپاڼه د سیمی د څو ماهرانو او شنونکو د تحلیل پر اساس لیکی چی که په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو تلفات دوام وکړی ، نو ممکن امریکا پر پاکستان پوځی حملې وکړي . ورځپاڼه د دې سیاسی کارپوهانو ( لکه خواجه اشرف . جنتن لینډی ، والټر انډرسن ، رودنی جانز ) له قوله لیکی چی د امریکایی تلفاتو د پایښت په نتیجه کی به هر حکومت چی په واشنګټن کی راسی ( که دیموکراتان وی یا جمهریت پال ) ، هغه به تر عامه فشار لاندی راځی تر څو امریکایی پوځ پر پاکستان پوځی حملې وکړي ، او دا هغه حقیقت دﺉ چی اسلا آباد هم درک کړی دﺉاو ځکه نن د امریکا فشار ته تسلیم سوی او د دوو میاشتو راهیسی په قبایلی سیمو کی پوځی عملیات مخته بیایی . دیو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس خپور کړی پاکستان خپل د آی اس آی لوی ریس جنرال ندیم تاج ایسته کړ او پر ځای یې جنرال احمد شجاع پاشا مقرر کړ چی مخکی په قبایلی سیمو کی د پوځ د روانو جنګی عملیاتو عمومی قوماندان و . امریکایی استخبارات ادعا کوی چی اوس هم د آی اس آی کښته رتبه افسران طالبانو ته حساس اطلاعات ورکوی چی دهغه له مخی هغوی په افغانستان کی حملې او فعالیت کوی . خو څېړونکي ګومان نه کوی چی د جنرال کیانی د دې کوښښونو سره سره دې د پاکستان په اساسی تګلاره کی ژور بدلون راسی .