کور / تازه خبرونه / عراق: دوو ځانمرګو درنه مرګ ژوبله واړوله

عراق: دوو ځانمرګو درنه مرګ ژوبله واړوله


د عراق په نوي بغداد او زعفرانيه ښارونو كي دوو ځانمرګو بريدونو درنه مرګ ژوبله واړوله.
بريدونه نن سهار يو په بل پسې د دواړو ښارونو په ګڼ مېشتو سيمو كي سوي دي.
د لومړنيو راپورونو له مخي د ۲۰ كسانو د وژني او ۳۵ تنو د ټپي كېدو پخلى كېږي، خو د پوليسو په وينا ښايي د مرګ ژوبلي شمېر تر دې ډېر وي.