کور / تازه خبرونه /

کنړ :طالبانو يو کس د اعدام په سزا محکوم کړ

کنړ :طالبانو يو کس د اعدام په سزا محکوم کړ

طالبانو نن غرمه د کنړ ولايت د کنجګل په سيمه کي د معلم عبدالروف خان په نوم يو ځايي اوسيدونکی په دار را وځړاوه .


عيني شاهدانو لراوبر ته وويل چي طالبانو نوموړي ته څو ځلي وخت ورکړی و چي خپل زوی چي د طالبانو لخوا مجرم پيژندل سوی دی هغوی ته وسپاري خو نوموړي خپل زوی په ټاکلې موده کي طالبانو ته ونه سپاره . د نوموړي پر زوی چي عبدالرحمن نوميږي دولت او بهرنيو پوځيانو ته د جاسوسۍ تور دی ، طالبانو لا له وړاندي اعلان کړی دی چي که څوک ددوی پر ضد جاسوسي وکړي نو وبه يې وژني .