کور / تازه خبرونه / بوش د ناټو له امريكايي قومندان سره ګوري

بوش د ناټو له امريكايي قومندان سره ګوري


د متحده ايالاتو جمهور رئيس ډبليو بوش په افغانستان كي د ناټو د امريكايي قومندان جنرال ډيويډ مكرنين سره ګوري.
د سپيني ماڼۍ وياند ګورډن جونډرو په واشنګټن كي خبريالانو ته وويل چي جنرال ډيويډ به جمهور رئيس بوش د افغانستان له اوسنۍ رواني كړكېچني وضعي څخه خبر كړي.
دا ليدنه پر داسي وخت كېږي چي په افغانستان كي د طالبانو قوت مخ پر ډېرېدو دئ او په بريدونو كي يې د تېر كال په پرتله څو سلنه زياتوالى راغلى او د ايتلافي ځواكونو د مرګ ژوبلي كچه هم تر پخوانيو كلونو ډېره لوړه ختلې ده.
وياند وايي ډبليو بوش به افغانستان ته ۵۰۰۰ تازه دمو امريكايي عسكرو د لېږلو حكم لاسليك كړي، جمهور رئيس بوش به تر ډيورنډ ها خوا د ناټو ځواكونو د عملياتو په باب د نوي فيصلې په اړه هم ورسره وږغېږي.