کور / تازه خبرونه / اسټراليا: لوړ پوړى طالب قومندان ونيول سو

اسټراليا: لوړ پوړى طالب قومندان ونيول سو


د ناټو تر مشرۍ لاندي په افغانستان كي مېشتو اسټراليايي ځواكونو د يوه لوړ پوړي طالب قومندان د نيولو خبر وركړ.
اسټراليايي ځواكونه وايي د احمدشاه په نوم دغه قومندان يې تېره اونۍ په روزګان كي د عملياتو په ترڅ كي نيولى دئ.
د قومندان احمدشاه په اړه طالبانو تر اوسه رسمي دريځ نه دئ څرګند كړئ، خو د ناټو ځواكونه وايي احمدشاه په سيمه كي د طالبانو پياوړى قومندان وو چي پر افغان او بهرنيو ځواكونو يې په جبهه يي بريدونو كي لاس درلودئ او د ده په نيولو به په سيمه كي د طالبانو جګړې تر ډېره حده كنټرول سي.