کور / تازه خبرونه / اسفند یار ولی خان له مرګه بچ سو

اسفند یار ولی خان له مرګه بچ سو

رویټر د اسلام آباد څخه خبر ورکوی چی یو ځان وژونکي وغوښته چی هغه مېلمستون ته ور ننوزي چی هلته د ملی عوامی ګوند مشر اسفند یار ( د اختر مبارکۍ )غونډه لرله ، خو کله چی امنیتی کسانو پرې نښود نو هغه هم په ځان پوری تړلی بم وچاوداوه او دوه پولیس او دوه ګوندی غړي یې ووژل . خو پولیس وایی چی هغه دوی وویشت او پدې وخت کی چاودنه وسوه . دا پېښه په چارسده کی وسوه . اسفندیار ولی ته څه زیان نه دﺉ رسېدلی . خبر زیاتوی چی نیشنل عوامی ګوند د یو سیکولر حزب په توګه د اسلام پالو او د هغوی د تګلارو سره کلک مخالفت لری او د فعلی حکومت یو اییتلافی ملګری هم دﺉ . په دې پېښه کی تر شلو ډېر کسان زخمیان سوي دي . خبر زیاتوی چی د ۲۰۰۷ د جولای راهیسی په پاکستان کی ۸۹ ځان وژونکي حملې سوي دي چی ۱۲۰۰ خلک پکښی وژل سوي دي . رویټر په خپل یو بل راپور کی وایی چی ملګروملتونو تصمیم نیولی چی په پاکستان کی د امنیتی وضعی او اقتصادی حالت د خرابۍ له امله د خپلو کارمندانو تعداد کم کړي . خبر زیاتوی چی ښایی وروسته خیریه مؤسسې او ځینی سفارتونه هم خپل څه کارمندان د پاکستان څخه وباسی .