کور / تازه خبرونه / باجوړ ايجنسي: افغان مهاجرين دي ووزي

باجوړ ايجنسي: افغان مهاجرين دي ووزي


د باجوړ ايجنسي پوليټيكل چارواكو په سيمه كي مېشتو افغان مهاجرينو ته چي له كلونو – كلونو راهيسي دلته مېشت دي خبر وركړى چي په درو ورځو كي له سيمي څخه ووزي.
چارواكو د باجوړ ايجنسۍ هغو اوسېدونكو ته چي افغان مهاجرينو ته يې كورنونه او دكانونه په كرايه وركړي ويلي چي په درو ورځو كي خپل ملكيتونه له افغانانو څخه واخلي او دوى دي تر ډيورنډ كرښي واوړي.
دغه افغان مهاجرين چي له كلونو – كلونو راهيسي دلته پراته دي، د سيمي له اوسېدونكو سره يې خپلوۍ كړي اوس په زوره له دې ځايه ايستل كېږي.
په دې اړه لا د ملګرو ملتونو د مهاجرينو كميشنرۍ څه نه دي ويلي، خو د پوليټيكل چارواكو دې امر ته د سيمي ځينو اوسېدونكو هم هركلى ويلى او وايي چي كه افغان مهاجرين له دې ځايه ووزي، دلته به خود به خوده جنګ ودرېږي.