کور / تازه خبرونه / حامد كرزى: ملامحمدعمر دي ځان كانديد كړي

حامد كرزى: ملامحمدعمر دي ځان كانديد كړي


د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي يو ځل بيا پر طالب مخالف مشر ملا محمدعمر اخند باندي ږغ وكړ چي د هيواد د ملي ګټو په خاطر خبرو ته ورسره كښېني او د افغانانو خدمت ته ورسره ملا وتړي.
حامد كرزي په كابل د جيو ټلوېزون له خبريال سليم ساپي سره په يوه ځانګړې مركه كي دغه خبري وكړې.
ولسمشر كرزي وويل ملا محمدعمر اخند ته د جيو تلوېزون د لاري دغه پيغام لرم چي په سياسي ميدان راګډ سي او په را روانو انتخاباتو كي جمهوري رياست ته ځان كانديد كړي.
نوموړي وويل كه ده (ملامحمدعمر) د خپل هيواد وراني ته لستوڼي را نغښتلي وي، نو ضرور به يې يو وخت افغانانو او دنياوالو ته جواب وركوي.