کور / تازه خبرونه / پنجاب: نن د اختر لومړۍ ورځ ده

پنجاب: نن د اختر لومړۍ ورځ ده

پنجاب: نن د اختر لومړۍ ورځ ده
د پاكستان په پنجاب ايالت او د سيند په ځينو سيمو كي نن د كوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
د پاكستان او هند روژه او اخترونه عموماً د سعودي عربستان او هغو اسلامي هيوادونو څخه يوه ورځ وروسته وي چي د سعودي عربستان سره يو ځاى روژه او اخترونه نيسي.
سږكال كه څه هم په ټوله اسلامي نړۍ كي مسلمانانو ۲۹ روژې ونيولې او د سپټمبر پر ۳- مه يې اختر كړ، خو پاكستان ۳۰ پوره كړې چي په دې ډول يې اختر د يوې ورځي پر ځاى دوې ورځي له اسلامي نړۍ څخه وروسته سو.
تېره ورځ چي بايد له معمول سره سم په ټول پاكستان كي اختر واى، خو په دوو ايالتونو بلوچستان او پښتونخوا كي اختر و، مګر په پنجاب او د سند په ځينو سيمو كي روژه وه.
اېران هم سږكال تر سعودي او افغانستان يوه ورځ وروسته اختر اعلان كړ، چي د كندهار اهل تشيع اوسېدونكو هم د اېران سره پر يوه ورځ اختر ولمانځئ.